د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

نوري: د ناامنیو په زیاتېدو سره د کانونو غير قانوني کیندې زیاتېږي


د کانونو او پطرولیم وزارت وایي د نا امنیو له امله دا نشي معلومولای چې هر کال څومره عواید د کانونو د غیرقانوني کېندنو له لارې ضایع کېږي.

د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر په تازه څرګندونو کې رسنیو ته ویلي چې افغانستان هر کال شاوخوا سل میلیونه امریکایې ډالر عواید له دې لارې له لاسه ورکوي.

د کانونو او پطرولیم وزارت وایې د نا امنۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني استخراج له زیاتېدو سره مستقیمې اړیکې لري.

خو د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، د نا امنۍ په خاطر نشي کولای دا و وایې چې څومره کانونه هر کال په افغانستان کې په غیر قانوني توګه را ایستل کېږي.

هغه زیاته کړه:

"په هره اندازه چې نا امني او معادنو ته د غیر مسووله ډلو لاس رسی زیات و اوسی، په هغه پيمانه غیر قانوني استخراج زیاتېږي او هر کال شاید موږ زیاتې پیسې له لاسه ورکړو."

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن رسنیو ته ویلي چې افغانستان هر کال شاوخوا سل میلیونه امریکایې ډالر د کانونو د غیر قانوني استخراج له لارې له لاسي ورکوي او په خبره یې دا نا امنۍ هم زیاتوي.

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن
په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن

ښاغلی میلیبن وایي له مجازاتو د کانونو د غیر قانوني کیندونکو معافیت د حکومت سیاسي نا تواني ښیې.

د شفافیت د څار بنسټ د معلوماتو پر اساس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا مهال په څه باندي دوه زره سیمو کې غیر قانوني کیندنې کېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا له دې مخکې ویلي و چې د حکومت تر کنټرول لاندي سیمو کې دا ډول کیندنې نه کېږي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي بیا هغو کړیو ته اشاره کوي چې د کانونو په غیر قانوني کیندنو کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د کانونو تاراج په ډيرې بې رحمۍ سره روان دی، په دې کې اوله درجه زورواکان دي چې له حکومت سره هم ارتباط لري او د استخراج لپاره یې مخالفینو ته هم حق ورکوي."

نوموړی وایي یو شمېر حکومتي کړۍ د کانونو له قراردادونو ناوړه ګټه اخلي او له دې اړخه هر کال په زیاته پيمانه پيسې تر لاسه کوي.

خو مشخصاً د کوم چا نوم نه یادوي.

د فساد پر وړاندي د مبارزې د عالي ادارې مشر سید حسین فخري سپارښتنه کوي چې که دولت د وسله والو تر ولکې لاندي سیمو ته لاسرسۍ نه لري نو لږ تر لږه دي د هغو سیمه ییزو زورواکو مخه و نیسي چې دا ملي شتمنۍ لوټ کوي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG