د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

بسم الله محمدي د ګلوبل ویټنس څېړنیز بنسټ تورونه رد کړل


د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي د ګلوبل ویتنس څیړنیز بنسټ هغه تورونه رد کړل چې ګواکې محمدي د بدخشان ولایت د کانونو په غیر کېندنو او قاچاق کې لاس لري.

ښاغلي محمدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که چېرې بیا هم پر ده د لګېدلو تورونو په اړه څوک اسناد ولري، دی یې ځواب ویلو ته حاضر دی:

"کوم تورونه چې په دې راپورکې پرما لګیدلي چې کواګې زه د بدخشان ولایت د کانونو په کیندلو کې لاس لرم یا شریک یم، بې بییاده ګڼم، هغه ردوم او محکوموم یې، که په دې برخه کې پرما کره اسناد او شواهد موجود وي،زه حاضر یم چې په اړه د افغانستان ملت او قانوي ذیصلاح ارګانونو ته ځواب ووایم."

ښاغلي محمدي داهم وویل که ضرورت پېښ شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به اعتراض وکړي.

د ګلوبل ویتنس په څیړنیز راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د بدخشان ولایت د قیمتي ډبرو کانونه د یو شمېر زورواکانو او سیمه ییزو قوماندانو لخوا په غیرقانوني توګه کېندل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د عبدالمالک په نامه یو سیمه ییز قوماندان له شاوخوا لسو کلونو راهیسي له دغه کان څخه غیر قانوني ګټه اخلي.

په دغه څېړنیز راپور کې د افغانستان د ملي د فاع د پخواني وزير بسم الله محمدي نوم هم راغلی چې د "کران و منجان" د کان په کېندلو کې د عبدالملک ملاتړ کوي او د لاجوردو په سوداګرۍ کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG