د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د افغانستان په لویو لارو کې د ناامنۍ لاملونه څه دي؟


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او امنیتي کارپوهان وايي، په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د خلکو د ژغورنې او مصؤنیت پرځای په لوېو لارو کې له طالبانو سره معامله کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د دا ډول پېښو تکرار د خلکو پر روان بد اغېز کوي او جدي ستونزې رامنځته کړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي خالد پښتون د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې خلک په لوېو لارو کې د نا امنۍ لامل د پولیسو د پوستو او طالبانو ترمنځ معامله ګڼي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي خالد پښتون
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي خالد پښتون

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"څو څو وارې مسافرینو دا شکایت کړی دی چې موږ د پولیسو پوستو ته نارې وهلي ژړلي مو چې تاسې خو خطايي ټکان وکړي چې حد اقل د طالبانو له جنجاله خلاص شو، پوستې هیڅ علاقه نه ښکاره کوي ان په ډېرو ځایونو کې داسې ویل کيږي چې پوستې له طالبانو سره پروتوکول لري."

په لوېو لارو کې د نا امنۍ او د مسافرو د برمته کېدو د تازه پیښو څخه په شمال کې له دو پیښو یادونه کولای شو.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کندز- تخار پر لویه لاره اووه څلوېښت مسافر له دوو موټرو ښکته کړل او نا معلوم ځای ته یې له ځان سره بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د عملیاتو په نتیجه کې د برمته شوېو مسافرو ډیری کسان خوشې شوي او یوازې نهه تنه له طالبانو سره بندیان دي.

له دې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کندز د علي اباد ولسوالۍ په شنې تیپې سیمه کې یو سلو نوي تنه د طالبانو له لوري وتښتول شول چې له دې ډلې یوولس تنه ووژل او اته تنه لا هم له طالبانو سره دي.

څو میاشتې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره هم د یرغمل بېلابېلې پېښې وشوې چې ځیني مسافرین ان په کې ووژل شول.

له دې ټولو سره ـ سره د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه له ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کوي چې وضعیت په لویو لارو کې ښه شي او په دې برخه کې یې تازه اقدامات هم کړي دي.

صدیقي:هڅه کوو چې وضعیت په لویو لارو کې ښه شي
صدیقي:هڅه کوو چې وضعیت په لویو لارو کې ښه شي

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

"په لویو لارو د ډېرو پوستو جوړول او دوامداره ګزمې هغه څه دي چې ټاکل شوې ډېر شي، د تېر وخت په پرتله دا هغه هلې ځلې دي چې دی سره به د دښمن د هر ډول تهدید او ورانکاریو مخه ونیول شي."

دغو پېښو ته په کتو امنیتي کارپوهان کمزوری مدیرت، فساد او د امنیتي بنسټونو ترمنځ نه همغږي په لويو لارو کې د نا امنۍ لامل بولي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې موضوع له ټینګار سره چې د طالبانو د پېښور شورا په شمال کې د لوېو لارو د نا امنه کېدو هڅه کوي، وویل طالبان غواړي له یوې خوا په لویو لارو کې دولتي کارکوونکي وپیژني او انتقام واخلي او له بل پلوه د لوېو لارو امنیت ګډوډ کړي.

کوهستانی:د طالبانو د پېښور شورا په شمال کې د لوېو لارو د نا امنه کېدو هڅه کوي.
کوهستانی:د طالبانو د پېښور شورا په شمال کې د لوېو لارو د نا امنه کېدو هڅه کوي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"د افغانستان په شمالي سیمو کې پاکستان د طالبانو پنځه زره کسیز ځواک د بدخشان په بېلابېلو حوزو او سیمو کې ځای پر ځای کړی او ملاتړ یې کوي چې یوه هدف یې د لوېو لارو د امنیتي وضعیت تهدید دی."

ښاغلی کوهستانی دا هم وايي چې امنیتي بنسټونه باید د لویو لارو په اغیزمنو سیمو کې نورې پوستې هم جوړې او په لویو لارو کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي لا زیاته کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG