د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

"د کندز یرغمل مسافرین هغه کسان دي د ایران له پولو رااړول شوي"


جنګل باغ
جنګل باغ

د کندز د سیمه ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ، هغه مسافرین چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د کندز–تخار لويې لارې څخه یرغمل نیولي دي، هغوی ټول له ایرانه ایستل شوي وو او غوښتل یې تخار ولایت ته خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په دې اړه د کندز سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ضد و نقیض ارقام وړاندې کړي وو، خو اوس د کندز د امنېي قوماندان محمد قسیم جنګل باغ بیا وايي چې وسله والو طالبانو د یو ۳۰۳ ډول موټر۲۰ تنه سپرلۍ یرغمل نیولي دي.

د کندز سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ضد و نقیض ارقام وړاندې کړي وو.
د کندز سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ضد و نقیض ارقام وړاندې کړي وو.

ښاغلي جنګل باغ وايي چې له دې ډلې څخه دوی ۱۱ تنه یې ژغورلي دي او ۹ تنه مسافر لا هم له وسله والو طالبانو سره یرغمل دي.

دی وايي:

"تېره ورځ هغه ۲۰ تنه مسافر چې وسله والو طالبانو یرغمل نیولي دي، دغه مسافر له ایرانه ردمرز شوي خلک دي چې دوی تخار ولایت خپلو کورونو ته تلل، خو اوس مهال ۱۱ تنه موږ وژغورل او ۹ تنه یې لا هم له طالبانو سره یرغمل دي."

د امنیې قوماندان زیاته کړه چې اوس مهال په سیمې کې د یرغمل شوو مسافرینو د ژغورنې په هدف د دولتي ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

په ورته وخت کې یو تن مسافر چې د طالبانو له منګلو څخه ژغورل شوی وايي چې دوی له ایرانه ایستل شوي وو او دوی تخار ولایت ته خپلو کورونو ته تلل:

"موږ ایران ته د کار لپار تللي وو خو له ایرانه موږ واېستل شو او موږ تخار ته خپلو کورونو ته تللو چې د کند – تخار د لارې په اوږدو کې موږ طالبانو یرغمل ونیولو، خو دولتي ځواکونو په وخت سره راورسېدل زموږ یوشمېر کسان یې د طالبانو له منګلو څخه وژغورل."

بلې خوا ته بیا د کندز د ولایتي شورا غړي وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو ۴۷ تنه سپرلۍ له ځان سره بېولي دي، دوی همدا راز انتقاد کوي چې د کندز سیمه ییز چارواکي د خلکو د خوندېتوپ همدارنګه د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي.

امرالدین ولي د کندز سیمه ییز چارواکي کې د دې ولایت د امنیت په راوستلو کې ګرم وبلل.
امرالدین ولي د کندز سیمه ییز چارواکي کې د دې ولایت د امنیت په راوستلو کې ګرم وبلل.

د نوموړې شورا یو تن غړې امرالدین ولي په دې اړه وايي:

"د کندز وضعیت او د لوېو لارو وضعیت ډېر خراب دی که دې وضعیت ته پاملرنه ونه شې نو ښايي څو ورځې وروسته هیڅوک هم په دې لوېو لارو باندې تګ را تګ ونه شي کړای، خو سیمه ییزو چارواکو په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي."

په همدې حال کې د باغ میري د سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ له دې سیمې څخه د یو سراچه ډول موټر او د یو ۳۰۳ ډول موټر ۴۷تنه سپرلۍ له ځان سره وتښتولې.

یو تن عیني شاهد غلام حضرت ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د یرغمل شوو کسانو له ډلې څخه یو تن وژلې او یو تن یې هم ټپې کړی:

"ما تېره ورځ په خپل پټي کې کار کاوه چې وسله وال کسان راغلل او د دوه موټرونو سپرلۍ یې له ځان سره وتښتولې."

د کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت د بېرته نیول څخه څو میاشتې تېرې شوي خو لا هم وسله وال طالبان د دې ولایت په شاوخوا سیمو کې همدارنګه په دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې امن پټن ځایونه او تربیوې مرکزونه لري او اوس مهال د غنمو او نورو کرنیزو محصولات د عُشر په ټولول باندې بوخت دي او غواړي چې له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په ورته پېښه کې وسله والو طالبانو د کندز – بغلان لويې لارې څخه ۱۹۰ تنه مسافرین یرغمل نیولي وو چې له دې ډلې څخه څه باندې ۱۶۰ تنه یې ازاد شوي وو همدارنګه ۱۲ ته یې وسله والو طالبانو وژلي وو او لا هم ۸ تنه مسافرین له وسله والو طالبانو سره د بند شپې او ورځې سبا کوي.

خو د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د یرغمل شوېو مسافرینو د ژغورنې لپاره ولسي هلې ځلې دوام لري.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د نننۍ پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG