د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د بخښنې سازمان: د ملکیانو یرغملول د وسله والو ډلو نوی تکتیک دی


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشل په افغانستان کې له وسله والو ډلو غوښتي چې د ملکېانو د ژوند درناوی وکړي.

د جنوبي اسیا لپاره د دې سازمان مشرې چمپا پاټیل پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل، د افغانستان په کندوز ولایت کې د یوې وسله والې ډلې له خوا د یو شمېر ملکېانو چې پر لویه لاره یې سفر کاوه، یرغمل کول د نوي تکتيک څرګندونه کوي داسې یوه چې په جګړه کې د ملکېانو په یرغمل کولو سره د هغوی ژوند په خطر کې اچول کېږي.

پرون د کندوز تخار پر لاره د وسله والو له خوا د په لسګونو کسانو د یرغمل کېدو خبر ورکړل شو.

د کندوز -تخار لویه لاره
د کندوز -تخار لویه لاره

د دې ولایت سیمه ییز چارواکو د برمته شوېو شمېر شاوخوا شل تنه ښودلی چې د دوی په وینا یوولس یې د عملیاتو په نتیجه کې ازاد شوي او د نهو لپاره عملیات دوام لري خو د کندوز د ولایتي شورا د غړېو په ګډون نورو سرچینو بیا د ۴۷ کسانو د یرغمل کېدو خبره کړې.

تر اوسه هغې وسله والې ډلې چې چارواکي یې طالبان بولي هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې څومره کسان یې په پرونۍ پېښه کې یرغمل کړي او د څه لپاره؟

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مشرې اغلې پاټیل وویل، په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره په دې ولایت کې د زیات شمېر ملکېانو برمته کول د دې څرګندونه کوي چې وسله والې ډلې د عادي وګړو د ژوند پروا نه کوي.

د هغې په وینا په جګړه کې ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

دا چې ولې په کندوز کې پرله پسې خلک تښتول کېږي او امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي، په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی انجنیر کمال صافي وایي، تر هر څه لومړی سیمه ییزه اداره ډېره کمزورې او بې کفایته ده.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی انجنیر کمال صافي وایي، تر هر څه لومړی سیمه ییزه اداره ډېره کمزورې او بې کفایته ده.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی انجنیر کمال صافي وایي، تر هر څه لومړی سیمه ییزه اداره ډېره کمزورې او بې کفایته ده.

هغه یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې نورعلتونه داسې بیان کړل:

"په اصل کې لومړی ګوته سیمه ییز چارواکو یا ادارې ته نیول کېږي چې دوی انتهایي ضعیف برخورد کوي، دوې اصلا کمزوري دي. څو ورځو مخکې په عین وخت کې د امنیه قومندان او والي دواړه په یو وخت په رخصتي ځي او ولایت همداسې پریږدي. بله خبره دا ده چې د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ ډېره لویه بې اعتمادي او ډېره لویه عدم هماهنګي ده. له بلې خوا سیمه ییز حکومت او هم مرکزي حکومت په مجموع کې د ولس د راضي کولو لپاره یا د ولس د ملاتړ او د مرستې په راجلبولو کې پاتې راغلي او هیڅ قسمه یو پروګرام نه لري."

تېره اوونۍ د کندز په علي اباد سیمه کې په ورته پېښه کې طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته کړه چې ۱۵۰یې بېرته ازاد، ۱۳ یې ووژل او د پاتې شلو یرغملو دولس یې وروسته خوشې کړل خو د اتو تنو یرغملو سرنوشت تر اوسه نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG