په کندز کې نن یو وار بیا یو شمېر مسافر د وسلهوالو طالبانو له لوري له یوه بس څخه ښکته او برمته شول.
عصمت څاروان د دې موضوع په اړه چې ولې په کندز کې پر له پسې خلک تښتول کېږي او امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي، په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو له یوه استازي انجنیر کمال صافي سره خبرې کړي دي.