د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

کوټه: د قانون پوهنتون رئيس په هدفي پېښه کې وژل شوى


په کوټه کې ناڅرګندو وسله والو د حقوقو د پوهنتون پر رئيس په داسې وخت کې ډزې کړې چې هغه له کوره پوهنتون ته روان وو.

پوليس وايي، نوموړى د ډزو په نتيجه کې سخت ټپي شوى وو او روغتون ته تر رسولو وروسته يې ساه ورکړه.

د کوټې مدافع وکيلانو د ده د وژنې په ضد محکمو ته له ورتګه بايکاټ کړى او درې ورځنى ماتم يې اعلان کړى.

د کوټې د حقوقو يا د قانون د پوهنتون ځوان رئيس قانونپوه امان الله خان اڅکزى نن سهار له خپل کوره پوهنتون ته روان وو چې د ښار پر سپيني سړک ناڅرګندو وسله والو ورباندې ناببره ډزې وکړې او سخت يې ټپي کړ.

پوليس وايي د پوهنتون رئيس پخپل موټر کې پوهنتون ته پر لاره وو چې د سپيني او بروري سړک تر منځ په "ترخه کلي" کې وسله وال ورته ودرېدل او د هغه پر موټر يې پرله پسې ډزې وکړې چې وايي، په نتيجه کې يې نوموړى سخت ټپي شو او روغتون ته تر رسولو مخکې يې ساه ورکړه.

د پوليسو يوه مشر منظور سرور په روغتون کې رسنيو ته وويل چې د پوهنتون د رئيس پر سينه له لسو تر دوولسو پورې مرمۍ لګېدلې دي.

ده وويل د پېښې په اړه پلټنه کوي او ډېر ژر به په پېښه کې لاس لرونکي کسان ونيول شي او د قانون منګولو ته به و سپارل شي:

"له ډېرې مودې وروسته د يوه مسلکي کس د هدفي وژنې پېښه وشوه، که خداى کول موږ به يې په اړه شواهد تر لاسه کړو چې تر شا يې هر سبب وو هغه به را برسېره کړو او په کې لاس لرونکي کسان به يې په سزا ورسوو."

د کوټې مدافع وکيلان تر دې پېښې وروسته سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته را ورسېدل، د لاء کالج د رئيس پر وژنه يې د احتجاج په توګه محکمو ته له ورتګه بايکاټ وکړ او درې ورځنى ماتم يې اعلان کړ.

وروسته له هغه چې د پوهنتون د رئيس مړى د هغه کور ته يووړل شو، مدافع وکيلانو د کوټې ښار لوى زرغون سړک د موټرو پر مخ وتاړه او احتجاج يې پيل کړ.

په ايالتي حکومت کې د شامل پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړى نصرالله زېرى وايي، امان الله خان اڅکزى يو روښانفکره انسان وو، ځکه نو د علم دوښمنانو هغه په هدفي توګه و واژه:

"پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا پېښه په کلکه غندي، يقيناً زموږ حکومت به د ده قاتلين په سزا رسوي، دى يو ځوان روښانفکره تعليميافته سړى وو، له چا سره يې هيڅ شخصي دوښمني نه وه، خو داسې خلک چې هغوى داسې خلک نه خوښوي چې روښانفکره وي او په ټولنه کې د علم روڼاوې خپروي."

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي او اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري د پوهنتون پر رئيس دا بريد په کلکه غندلى او امنيتي ادارو ته يې په بېړنۍ توګه د بريدګرو د نيولو امر کړى دى.

د ده د وژنې مسووليت لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى او نه يې هم د وژنې اصلي علت مالوم دى، خو تر دې وړاندې هم په کوټه کې په وار- وار د پوهنتون استادان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

قانونپوه امان الله خان اڅکزي په لندن کې حقوق لوستي وو او له تېر يوه کاله راهيسې يې د کوټې د قانون د پوهنتون د رئيس دنده پر غاړه لرله.

د يادونې وړ ده چې پينځه کاله وړاندې د ٢٠١١میلادي کال د جون په لومړۍ نېټه د بلوچستان پوهنتون استاد ليکوال او شاعر پروفيسر سبا دشتياري هم په کوټه کې ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلى وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG