د کابل د ولایتي شورا غړي او یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د جنایې جرمونو په زیاتېدو اندېښمن دي.
د کابل د ولایتي شورا رئیس سید عبدالرحمن وايي چې له څه مودې راهیسې اختطاف او وسله ولې غلاوې په کابل ښار کې زیاتي شوي دي.
د کابل ولایتي شورا د بېکارۍ زیاتوالی، اداري فساد او د غیر مسووله وسله والو ډلو شتون په کابل کې د جنایې جرمونو او وسله والو غلاو د زیاتېدو اساسي علت بولي.
د دغې شورا رئیس سید عبدالرحمن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو میاشتو په مقایسه په کابل کې جنایې جرمونه خاصتاً وسله والې غلاوي زیاتي شوي دي.
نوموړي دغه راز وویل چې د کابل ښار پنځمه او یوولسمه ناحیې تر ډېره له دې ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه:
"د اوونۍ په اخره کې د وزارت داخلې نه د کابل امنیه قوماندانۍ ته مکتوب راغلی چې هره حوزه دي پنځوس فیصده خپلې پوستې لېري کړي، د دغو پوستو لرې کېدل د دې لامل و ګرځېده چې یو څه کچه د جرمونو لوړه شي."
د راپورونو له مخې درې ورځې مخکې د کابل ښار په کارتې سې سیمه کې د ساختماني شرکت څښتن او د قمبر په څلور لاره کې یو بل تن و تښتول شو او د درېیم کس د اختطاف هڅه بیا ناکامه شوه.
دا په داسي حال کې ده چې یوه نیمه میاشت مخکې د کابل د کارتې نو په سیمه کې څوارلس کلن اباسین لومړی اختطاف او بیا په بې رحمۍ سره و وژل شو.
د کابل ښاریان هم له دې اړخه شکایت لري او وایي چې د شپې له خوا په ښار کې د دوی تګ راتګ ستونزمن شوی دی.
صادق او محمد حلیم په دې اړه وایې:
"- کابل کې دوکانداران آزاد کار او بار نشي کولی، همداسي پانګه اچونکي پانګه نشي اچولی، وضعیت کابل کې خراب دی حکومت باید پام ورته وکړي،
"- خلک زورول کېږي او ځای نشي تلای، کوم څوک چې وځي نو غله او چورګر ورپسې وي."
خو د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایې جرمونو د تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته دا موضوع رد او هغه یې د هغو کړیو تبلیغات و بلل چې غواړي د ښار وضعیت نا کراره و ښيې.
هغه زیاته کړه:
"زه د کابل ښار اوسېدونکو ته دا ډاډ ورکوم چې دا ټول د یو شمېر مغرضو کړیو منفي پروپاګند دی چې غواړي کابل ښار نا امنه و ښیې، د کابل امنیتي وضعیت د قناعت وړ دی."
ښاغلی عبیدي وایي، په کابل کې د جرمونو کچه د تېر حمل په پرتله د ثور په میاشتې کې ۱۵ فیصده ټیټه وه.
ده و ویل چې د روانې جوزا میاشتې له لومړۍ څخه هم په کابل کې جرمونه کم شوي او د خلکو د خوندیتوب لپاره امنیتي ځواکونه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
راپور: محمد قسیم سوله مل