د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

افغانستان کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې


په افغانستان کې پرله پسې جنایی جرمونو د یو شمېر خلکو اندېښنې راپارولي او وايي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم موجوده جرمونه د اندېښنې وړ بولي او وایي، عاملین یې باید مجازات شي.

د جنګ جګړو ترڅنګ نا امني، جنایي جرمونه په ځانګړي ډول انسان تښتونې په افغانستان کې خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او وايي چې ژوند یې نارامه شوی دی.

یو شمېر عامو خلکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د جنایي جرمونو پرضد د امنیتي ځواکونو کمزوري اقدامات او مجرمینو ته سزا نه ورکول هغه څه دي چې جرمونو ته زمینه برابره شوې ده.

د کابل اوسېدونکي جاوید او هجرت الله په دی اړه وايي:

"تر ډېره دغه ډول پېښې تکرارېږی،خو دولت تر دې دمه په دې برخه کې کوم جدي کار نه دی کړی، که چېرې دولت دغه ډول خلکو ته سزا ورکړې وای اوس به دا څېزونه نه تکرارېدل، ځکه دولت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي مجرمین نیسي او بېرته یې خوشې کوي."

"په دې وروستیو کې رښتیا هم موږ ډېر جنایي جرمونه ولیدل، لکه اباسین چې ډېر ظلم ورسره وشو، موږ او تاسې ګورو ډېر جنايي جرمونه کېږي، ځینې خلک یې رسنیو ته خبر ورکوي اوځیني یي نه ورکوي، خو دولت په دغه برخه کې ډېر پاتې راغلي دی."

دغه انتقادونه وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل د اتمې حوزې په مربوطاتو کې څوارلس کلن اباسین د انسان تښتونکو لخوا وتښتول شو او وروسته بیا په بې رحمي سره ووژل شو.

د تنکي ځوان اباسین په وژلو سره زیات عکس العملونه را وپارېدل چې د ملي شورا په ګډون عامو خلکو، مدني بنسټونو هم د یادې پېښې عاملین وغندل او د اشد مجازات غوښتنه یې ورته وکړه.

څوارلس کلن اباسین د انسان تښتونکو لخوا وتښتول شو
څوارلس کلن اباسین د انسان تښتونکو لخوا وتښتول شو

له دې وړاندې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني په هغه ولایت کې د یوې اسټرلیایي مېرمنې تښتولو پېښه تاید کړې وه او ویلې و چې د هغې د بېرته خوشې کولو په هکله د دوی هلې ځلې روانې دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې په ټول هېواد په ځانکړي ډول په کابل کې د جرایمو د ډېروالي په هکله اندېښنه وښوده:

"په کابل کې هره ورځ اختطاف، چاودنې او وسله والې غلاوې کېږي، که چېرې موږ په دغه موضوع عادي فکر وکړو، کېدای شې د ورته پېښو شاهد و اوسو."

د مشرانو جرګې اداري پلاوی د اباسین د وژل کېدو د پېښې د نیول شوي عاملینو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې اداري هیت او مدني فعالانو د شنبې په ورځ د اباسین وژل یو وحشیانه کار وګڼه او ویې ویل چې باید د پېښې عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د جنایي جرمونو پر وړاندې ډېرې هلې ځلې کوي:

"موږ په کورنیو چارو وزارت کې د هر ممکنه لارو اوامکاناتو کېدای شي کار واخلو، ترڅو د جرایمو پر وړاندې جدې مبارزه وشي، په ځانکړي ډول په کابل ښار کې چې اختطاف او جرایم رامنځ ته کېږي."

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمنو د تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اباسین د وژلو په تور لس تنه نیول شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اباسین کورنۍ ته ډاډ ورکړي چې په دې پېښه کې به عدالت په ښه ډول تر سره شي.

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي، د خلکو لخوا د پولیسو سره د معلوماتو شریکول کولي شي د جرایمو په ځانګړي ډول د اختطاف د پېښو مخه ونیسي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG