د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ابراهیمي: د اباسین د قتل عاملین باید مجازات شي


د ولسي جرګې مشر، په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه له ولسمشره غواړي چې د اباسین قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړي.

دغه کمکی ځوان له هغې وروسته د تښتونکو له لورې په بې رحمانه توګه ووژل شو چې کورنۍ یې ونشوای کړای د تښتونکو ډلې ته پیسې ورکړي.

په همدې حال کې یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د یویې اعتراضیه غونډې پر مهال له ولسمشره وغوښتل چې هرو مرو د اباسین په قضیه کې باید عدالت مراعت شي.

په بې رحمانه توګه د اباسین وژنې د حکومتي چارواکو په ګډون د بېلابېلو مدني فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د اباسین وژنه وحشیانه عمل وباله او د جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې دغه قضیه په جدې توګه وڅېړي.

هغه زیاته کړه:

"بیا هم په دې برخه کې موظف کمېسیون ته دنده سپارم چې دغې پیښې ته رسیدنه وکړي او د ملي یوالي د حکومت له مشرانو غواړم چې ددغې پیښې عاملین چې نیول شوي دي مجازات کړي څو په آینده کې دا ډول پیښې تکرار نه شي."

اباسین ځاځی تقریباً پنځه میاشتې وړاندې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د انسان تښتونکو له لورې برمته شو خو امنیتي ځواکونو په دغه موده کې ونشوای کړای چې هغه د تښتونکو له منګلو خلاص کړي.

په ورستیو اونیوو کې تښتونکو د اباسین یوه ګوته پرې کړې او له هغې وروسته یې هغه په خورا بې رحمۍ وواژه.

تر دې د مه امنیتي ځواکونو ددغې پیښې په تړاوو لس تنه نیولي دي.

اباسین یو له هغو قربانیو دی چې د پیسو لپاره تښونکو دی وواژه.

یو شمېر مدني بنسټونه او په ښې حکومتوالۍ کې دولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له ولسمشره غواړي چې ددغه پیښې په اړه چپ پاتې نه شي.

له بلې خوا یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د اعتراضیه غونډې پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو پر بې غورۍ سخت انتقادونه وکړل او په دغه قضیه کې د ولسمشر د جدي پام غوښتنه وکړه.

مدني فعال نظیم سمون په دې اړه وویل:

"په کابل ښار کې په ورستیو کې جنايي پیښې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي فردي امنیت خوندي نه دی هیڅوک خوندي نه دي په کابل کې هیڅوک د امنیت احساس نه کوي."

د روان هجري لمریز کال نه تر دې دمه د افغانستان په ځینو سیمو کې ډول ډول جنایي پېښې شوي دي.

د کمکي ځوان الیاس قتل چې لومړی پرې جنسي تېری وشو او وروسته په کابل کې په خورا بې رحمۍ ووژل شو او له هغې وروسته په هرات کې د اته کلن ماشوم وژنې هم ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرل.

په خواله رسنیو کې د هغه ویډیو ګانو خپرېدو ښايي د هر انسان زړه دردولی وي چې اباسین په هغه وخت کې چې د تښونکو په ولکه کې دی له خپلې کورنۍ په وړه ژبه د خلاصېدو هیله کوي.

د کابل د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر فریدون عبیدي وايي، عدلي او قضايي بنسټونه باید د اباسین قضیه په شفاف توګه وڅېړي او عاملین دې اشد مجازات کړي:

"زه شخصاً د یوه افغان او انسان په توګه له محاکمو غوښتنه کوم چې په عام محضر د دغه پیښې عاملین اعدام کړي."

خو د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو د اباسین د قاتلانو په ګډون د نورو ورستیو پیښو په باب به څه پرېکړه وکړي؟ د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي اوس په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وايي چې د دا ډول پېښو تر شاه لوی لاسونه دي خو که دا ځل په دغه قضیه کې عدالت مراعت نه شي د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو کار به هم تر پوښتنې لاندې راشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG