د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د یو شمېر قومي مشرانو پر مټ له هر کوره د عشر په نوم پيسې ټولې کړي.
دغو اوسیدونکو نه غوښتل چې غږ او نوم يې خپور شي ځکه د دوی په خبره په سیمه کې ورته مشکلات جوړيږي.
خو د شینوارو اوسیدونکی بشرمل افغان ورور چې تېره اوونۍ کلي ته تللی و دغه ستونزې يې له نږدې کتلي او وايي، که د چا فصل شوی وي او کنه وي د خپلې ځمکې په اندازه پيسې ترې اخلي:
"دوی خو د عشر په حساب اخلي خو عشر داسې نه وي دوی ځمکه حسابوي هغه بله ورځ له یوه چا سره ناست و،ویل يې موږ ځمکه نه ده کرلې خو د کور مخکې ورته ورقه غورځولې وه چې فلانی ستا دومره جریبه ځمکه دومره پیسې راولیږه دا پیسې هغه د ملک نوم يې راته وانه خېسته خو ویل د هغه په لاس يې پیسې ورولیږلې."
بشرمل په دې کار کې د غني خیلو ولسوالۍ محلي چارواکي هم ګرم ګڼي، دی وايي، طالبانو په هغو سیمو کې دا پیسې راټولې کړي چې هغه سیمې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دي خو تر اوسه د ولسوالۍ چارواکو په کې مداخله نه ده کړې:
"په دې کې ولسوال صیب ورسره موافقه دی او که نه وای دوی دا کار نه شو کولای ځکه دوی دا د عشر په نوم پیسې په هغو ساحو کې راټولې کړي چې هغه ساحې د حکومت تر ولکې لاندې دي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غني خیلو ولسوال او د طالبانو نظر هم له ځانه سره ولرو ولې بريالي نه شو.
خو د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼي وايي، د دولت وسله وال مخالفين تل هغه کارونه کوي چې ولسونه وځوروي خو نوموړی دا نه مني چې محلي چارواکي دې په کې لاس ولري:
"په اصل کې رښتیا هم داعش او نور وسله وال طالبان غواړي چې د ولس په منځ کې ویره خپره کړي او هغه کړنې ترسره کړي چې هغه نه بخښوونکي دي، ښايي چې دوی په ځينو سیمو کې له خلکو نه پیسې تر لاسه کړي او په هغې بیا ترهګریزې کړنې ترسره کړي ممکن وي په دې برخه کې ځيني کسان همکاري هم ولري خو دا چې د دې سیمې ولسوال له وسله والو سره همکاري لري یا په دې اړه کوم غبرګون نه ښايي که داسې کوم شواهد ترلاسه شول نو د قانوني چلند سره به مخ شي خو داسې به نه وي."
له دې مخکې د ولایتي شورا ځينو غړو او مدني فعالانو په خپلو مرکو کې دا ډول انديښنې شریکې کړې وې چې ځيني ولسوالان یوازې د خپلې چوکۍ د ساتنې په موخه شپې او ورځې تيروي او د دولت وسله والو مخالفينو په کړنو ځان ناخبره اچوي.
د دوی په وینا که د نورو ولسوالیو مسولین هم د اچین، دور بابا او حصارک ولسوالیو مسولینو په څير قاطع دریځ ولري نو د دولت وسله والو مخالفينو د فعالیت ساحه به نوره هم تنګه شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری