د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د سرپل ولایت اوسېدونکي له دوامداره نا امنیو څخه شکایت لري


د سرپل ولایت اوسېدونکي په مختلفو ولسوالیو کې د طالب وسله والو د پراخ حضور او د دوامداره نا امنیو څخه د شکایت ترڅنګ، سیمه ییز دولت د یادو سیمو د امنیت د تامینولو په برخه کې په بې پامۍ تورنوي.

د سرپل ولایت اوسېدونکي په مختلفو ولسوالیو کې د دولت د مخالفو وسله والو د پراخ حضور او د هغوی له خوا د صحرايي محکمو د ترسره کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د سنچارک، سوزمه قلعې، کوهستاناتو، ګوسفندي او د سرپل مرکز د ځینو سیمو اوسېدونکي په یادو سیمو کې د دولت مخالف وسله والو د حضور په اړه شکایت لري او محلي دولت د دوی د امنیت د ټینګښت په اړه په بې پامۍ تورنوي.

د یادو شویو ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي؛ کوم کسان چې په دولتي ادارو کې کار کوي او یا هم له دولت سره د همکارۍ په منظور د مخالفو وسله والو تر شک لاندې راځي؛ دا کسان د شپې مهال په خپلو کورونو کې د مخالفو وسله والو له خوا په ډزو سره وژل کېږي.

د دوی په خبره چې د دولت مخالف وسله وال تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له خلکو باج اخلي او په خپل سرو صحرايي محکمو لاس پورې کوي.

د سنچارک او کوهستاناتو ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د حضور په اړه داسې وايي:

"1- زموږ په سیمو کې د دولت مخالف وسله وال فعالیت لري؛ د هغوی حضور ډېر پراخ او دوامداره دی. دوی له خلکو عشر ټولوي او باج ترې اخلي؛ کوم کس چې د باج له ورکولو ډډه کوي بیا د هغوی له خوا محکمه کیږي.

2- په سنچارک کې هم مخالفین فعالیت لري او کله هم دولت بریالی کیږي چې د یادو سیمو کنټرول په خپل لاس کې ونیسي؛ خو په مجموعي ډول که ووایم مخالفین په یادو سیمو کې برلاستي دي او خلک ځوروي؛ دوی خلک وژني او همدارنګه پیسې اخلي."

هڅه مو وکړه چې د سرپل د اوسېدونکو دا ستونزه د همدې ولایت د امنیې قوماندان عبدالقیوم باقي زوی سره شریکه کړو؛ خو د هغه د دستیار په خبره چې نوموړی مرکې نه دی حاضر.

له بل خوا بیا د سرپل د ولایتي شورا استازي سیمه ییز دولت د طالب تر کنټرول لاندې د سیمو د امنیت ټینګښت او بېرته نیولو ته په بې پامۍ تورنوي.

هغوی وايي چې مرکزي دولت هم په سرپل کې له میشت افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ نه ترسر کوي او دوی ته په موقع سره تجهیزات نه برابروي.

د سرپل د ولایتي شورا استازي وايي چې په دې ولایت کې د طالب وسله والو د جنګیالو په ډلو کې ازبکستاني، تاجکستاني او چیچیني جنګیالي شامل دي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی حسین مجاهد زاده وايي چې نسبت پخوا ته په دې ولایت د نا امنۍ لمن پراخه شوې او دولت هم نه دی توانېدلی چې د طالب وسله والو تر کنټرول لاندې سیمې بېرته خپلې کړي.

ښاغلی مجاهد زاده په دې اند دی:

"دولت باید د سرپل ولایت د مختلفو سیمو د کنټرول په خاطر پراخ پوځي عملیات ترسره او دا سیمې بېرته خپلې کړي؛ نسبت څو میاشتو ته د ۱۵ ورځو راپدېخوا دې ولایت کې د نا امنۍ لمن پراخه شوې ده او مرکزي دولت هم ورته بې پامه دی."

دا لومړی ځل نه دی چې د سرپل اوسېدونکي او د ولایتي شورا استازي پدې ولایت د طالب وسله والو د فعالیت د پراخېدو د نا امنیو د زیاتوالي په اړه شکایت لري؛ بلکه تر دې د مخه هم په کراتو د سرپل خلکو او د ولایتي شورا استازو د نا امنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG