د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

طالبان ښايي د کوکناو له عوايدو خپله جګړه تمويل کړي


يوه امريکايي جنرال ويلي چې د کوکنارو پراخ حاصلات به ښايي له طالبانو سره مرسته وکړي چې پر افغان امنيتي ځواکونو تازه حملې رهبري کړي.

يوه امريکايي جنرال پرون پنجشنبې وويل چې په افغانستان کې د کوکنارو پراخ توليدات به په مالي لحاظ له وسله والو طالبانو سره مرسته وکړي چې د افغان امنيتي ځواکونو پرخلاف تازه حملې وکړي.

د نړيوالو سروې ګانو له مخې د نړۍ په کچه زيات کوکنار په افغانستان او بيا په ځانګړي ډول هلمند ولايت کې کرل کېږي.

امريکايي چارواکي وايي که څه هم تېر کال د وچکالۍ له کبله دغه کښت په هلمند کې لږ کرل شوى و، خو سږکال يې اندازه بيا زياته ښکاري.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلس کلېويلاند وويل، په وروستيو اوونيو کې چې د کوکنارو د نېښ او حاصلاتو راټولولو وخت و، په هلمند ولايت کې جګړه کمه شوې وه.

خو ده خبردارى ورکړ چې دغه کراري به د لنډ وخت لپاره وي.

په همدې حال کې د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل زيات کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د دولت کنټرول ورباندې نه شته:

"دوى رښتيا وايي، ځکه په افغانستان کې د مخدره موادو موجوديت زموږ وزارت او خلکو ته د اندېښنې وړ ده، په هغو سيمو کې چې ناامني ده او دولت ورباندې کنټرول نه لري، هلته کوکنار کرل شوي دي، عوايد يې هم د دولت د مخالفانو جېبونو ته ورځي، طبيعي خبره ده د کوکنارو د عوايدو له پيسو د دولت د اهدافو پرضد کارول کېږي."

د فرانسې خبري اژانس ليکي، په افغانستان کې د امريکايي قواوو وياند بريدجنرال چارلس کلېويلاند له افغانستانه د امريکا په دفاع وزارت کې د ويډيويي کنفرانس له لارې خبريالانو ته وويل:

"په داسې حال کې چې د کوکنارو توليدات په ټولېدو دي او فکر کوو چې روانه اوونۍ به يې حاصلات ټول شي، نو اټکل کوو چې د افغانستان پر دفاعي او امنيتي ځواکونو به دوى د بريدونو د زياتولو هڅه وکړي."

په وروستيو کې په هلمند کې د دولت ضد وسله والو او افغان قواوو ترمنځ سختې جګړې وشوې چې وسله وال ان وتوانېدل د مرکز لښکرګاه اړوند باباجي سيمې ته ځانونه ورسوي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، په وروستيو کې افغان قواوې د هلمند د مرکز لښکرګاه يوې اړوندې سيمې ته چې په وروستيو کې د طالبانو په يوه مهم مرکز بدل شوى، لېږل شوي دي.

په هلمند کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې رئيس سيد احمد ورور ازادي راډيو ته وويل چې په هلمند کې روانه جګړه د کوکنارو له عوايدو تمويلېږي:

"د کوکنارو کښت او نشه يي توکي له جګړې سره مسقتيمه رابطه لري او جنګ ورڅخه تمويلېږي، په اکثرو ولايتونو کې د دې کښت پر سر له کروندګرو د عشر او زکات په نامه پيسې اخيستل کېږي چې دا خپله جنګ تمويلوي."

د فرانسې خبري اژانس ليکلي، په تېره لسيزه کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت زيات شوى دى چې د طالبانو جګړه هم ورڅخه تمويلېږي او د اعتياد ستونزه يې هم ايجاړ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په مشرۍ د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پر پروګرامونو زيات لګښتونه شوي دي.

د امريکايي قواوو وياند ويلي چې په هلمند کې اوس وخت د امريکايي قواوو شمېر د ٧٠٠ او ٨٠٠ ترمنځ دى چې افغان قواوې روزي او سلا مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG