د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

نيويارک ټايمز: پسرلی د پاته کال وضعیت ټاکي


پسرلي د پاته کال وضعیت ټاکي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې دغه افغان متل ته په اشاره د کوکنار د کرد محصول په اړه لیکلي چې که د هلمند د کوکنارو کر ته وګورو، طالبان به ډېر ښه کال ولري.

د ورځپاڼې په وينا، په داسې حال کې چې په هلمند ولایت کې د کوکنار د کر محصول ټوليږي، د دې ولایت کروندګر او چارواکي د زياتو حاصلاتو خبر ورکوي.

د ورځپاڼې په وينا، سږ کال ډېر بارانونه شوي او افغان حکومت هم د کوکنارو د له بېخه ايستلو کمپاين لغوه کړاو طالبانو په هلمند کې ډېرې برخې ونيولې.

له همدې کبله کروندګرو کوکنار وکرل او زرګونو کارګرانو چې هلمند ته د کار لپاره تللي وو، د کوکنارو په نېښ وهلو کې برخه واخيسته او طالبان هم شاوخوا حضور درلود چې مرسته وکړي او يا پيسې او باج تر لاسه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د کوکنارو په مځکو کې د طالبانو د جلب او جذب کوونکو لپاره داسې وضعیت وو لکه یو ښه خوب.

د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د عبدالرحيم مطمين په نوم يوه کرودنګر ويلي:

خوشاله يو چې سږ کال مو د تېر کال په پرتله ښه حاصلات لرل.

مطمين وايي: د ده د سږ کال حاصلات د ۲۰۱۵میلادي کال په پرتله څلور وارې زيات و. تېر کال يې د حکومت له خوا د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین له کبله محصولات کم و.

دغه کروندګر وايي:

اوس کومه امنيتي ستونزه نشته چې پوليس موږ کنټرول کړي، د موسی قلعه ټولې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

ده ويلي:

د کوکنارو کروندګر ډېری طالبان دي. دا د طالبانو واک دی، هر څوک کولای شي مخدره مواد هر ځای ته وړلای شي او هر وخت چې وغواړي خرڅولای شي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه لیکي:

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د جنګيالیو لويه برخه د مخدره موادو له سوداګرۍ تمويليږي چې په افغانستان کې دننه د درو مليونو ډالرو شا او خوا ده.

ډیپلوماټ خپرونه:

ډیپلوماټ خپرونې په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې د چين د رول په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې ډیپلوماټ خپرونې د چين د پلان په اړه لیکلي چې يو کمربند او یوه لار نوميږي. دا هغه پلان دی چې له مخې يې چين غواړي د يوې اقتصادي شبکې له لارې خپل اقتصادي او سياسي نفوذ د نړۍ په دریېو لويو وچو کې زيات کړي.

د خپرونې په ليکنه، د چين پراختيايي بانک به چې د دې پلان پرمخ وړونکې اداره ده، پر نهه سوه پروژو اته سوه او نیوي مليارده ډالر پانګونه کوي.

دغه هېواد همدا راز د څلويښتو میلياردو ډالرو یو مالي بنسټ هم د وريښمو لارې ته ځانګړی کړی دی چې په کې به د شپېتو هېوادونو په ګډون افغانستان هم شامل وي.

د ډیپلوماټ خپرونې په لیکنه، چين په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې د مس عينک د معدنو په پروژه کې هم ګډون لري او هم د افغانستان د سولې د مذاکراتو په څلور اړخيزه غونډه کې برخه اخلي.

د خپرونې په وينا، په افغانستان کې د امريکا او متحدانو پر نظامي او اقتصادي حضور سربېره، چين د افغانستان په معاملو کې د ونډه اخېستلو دوه مهم دليلونه لري، په ځانګړې توګه د پانګه اچونې له نظره. لومړی دا چې چين غواړي د افغانستان په بيا رغونه کې شریک وي او دغه اقتصادي مداخله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بولي.

دوهم دا چې چین په افغانستان کې له نوي بې ثباتۍ ځکه اندېښمن دی چې دغه نا امنۍ کولای شي د اسيا جنوب او منځنۍ اسيا او لويديځ ته او وروسته د چين خاورې ته ياني د شينجن سیمې ته ورسيږي.

XS
SM
MD
LG