د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

خلیلزاد: د کابل په ورانولو کې ښکېل کسان باید له خلکو بخښنه وغواړي


د افغانستان او عراق په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، ګلبدین حکمتیار او نور هغه کسان چې د ده په وینا پېچلی تاریخ لري باید د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د کابل په امریکايي پوهنتونو کې د یو شمېر محصلانو د فراغت په غونډه کې خبریالانو ته وویل، کومې تېروتنې چې دغو کسانو په افغانستان کې کړي پټې نه دي او باید له بخښنې غوښتنې ونه ډار شي.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د یو ځاې کېدلو خبرو په دې ورځو کې د افغانستان سیاسي فضا ته بل رنګ ورکړی دی.

د افغانستان او عراق په چارو کې د امریکا پخوانی استازي له حکمتیار او نور هغو کسانو څخه چې د کابل په ورانولو کې یې لاس درلود وغوښتل چې له افغان ملت نه بخښنه وغواړي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د کابل په امریکايي پوهنتون کې د یو شمېر محصلانو د فراغت د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې، کومې تېروتنې دغو کسانو کړي په تاریخ کې ثبت دي نو ځکه باید له بخښنې غوښتنو نه شرم وکړي او نه ورنه وېره ولري.

هغه کسان چې د کابل په ورانولو کې ښکېل و باید له خلکو بخښنه وغواړي
هغه کسان چې د کابل په ورانولو کې ښکېل و باید له خلکو بخښنه وغواړي

هغه زیاته کړه:

"هغه کس چې د نوي افغانستان د ارزښتونو مخالف و او په وړاندې یې جګړه کوله نن حاضر دي چې دغه ارزښتونه ومني، زما په اند د پرنسیب له مخې دا یوه مثبته موضوع ده، خو دا پټه خبره نه دی چې تېروتنې یې کړي دي، ځکه چې تاریخ او کتابونه ډک دي، زه ښاغلي حکمتیار او نور هغه کسان چې د کابل په ورانولو کې ښکېل ول دوی هڅوم چې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي."

ښاغلي خلیلزاد وویل دا چې ګلبدین حکمتیار غواړي له افغان حکومت سره یو ځای شي دا یو ښه ګام دی، خو افغان حکومت او ملګري یې باید دې ته پام وکړي چې دا یو رېښتینی بدلون دی او کوم لوبه یې تر شا نه ده روانه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي تر منځ د سولې د تفاهم لیک مسوده په دې ورستیو کې وروستۍ شوه.

د افغان چارواکو په وینا د دغې مسودې یوه نسخه ولسمشر محمد اشرف غني او بله یې ګلبدین حکمتیار ته لېږل شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې ورستی سند به کله د دوی تر منځ لاسلیک شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر فعالان وايي چې که حکومت په رېښتیني ډول د خلکو د ارادې تمثیلونکی دی باید یو حقیقت موندونکی پلاوی وټاکي تر څو د افغانستان په جنایتونو کې ښکېل کسان خلکو ته وروپېژني.
د افغانستان د مدني ټولو د مجتمع رییس عزیز رفعيي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د مدني ټولو د مجتمع رییس عزیز رفعيي
د افغانستان د مدني ټولو د مجتمع رییس عزیز رفعيي

"زه فکر کوم چې دا یو لوی سیاسي جزايي بحث دی، افغان حکومت په دې مکلف دی چې په دې برخه کې حقیقت موندوکي پلاوي وټاکي تر څو معلومه شي چې کوم کسان د افغانستان په تېرو مسایلو او پېښو کې ښېکل ول تر څو وکولای شي په افغانستان کې یو لوی جزايي بحث حل کړي."

د افغانستان له خلکو څخه د ځینو کسانو له خوا چې په دغه هېواد ورڅخه تېروتنې شوي دي د بخښنې غوښتلو خبرې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ښاغلي غني د مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو ورسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو تېرو کارونو بخښنه وغوښته.

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفعیي دغه شان وايي تر کومه چې په افغانستان کې د عدالت موضوع ته پام ونه شي او د هغو کسانو په اړه بحث چې په تېرو جنایتونو کې ښکېل و د حکومت له خوا تعقیب نشي خلک نشي کولای چې په دې نظام باور وکړي.
راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG