د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

کریم: د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافقنامه وروستۍ شوې


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې پلاوی وايي چې له افغان حکومت سره د دغه حزب د سولې سند نهايي شو.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې پلاوی وايي له اوږدې مودې خبرو او پرله پسې بحثونو وروسته، د حزب اسلامي او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ د سولې سند وروستی شوی دی.

د حزب اسلامي د مذاکره کونکي پلاوي مشر امین کریم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې د سند متن یې افغان لوري ته سپارلی څو ولسمشر او اجراییه رییس ته د کتنې لپاره وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي او دولتي پلاوي ترمنځ سند نهايي شو، ټاکل شوې دغه سند د هېواد لومړيني مسولینو ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رییس عبدالله عبدالله ته وړاندې شي، په ضعیف احمتال نن شپه او په قوي احتمال سبا ورځ ولسشر هغه وویني، هغه به په دې اړه خپل ملاحظات وړاندې کړي او بیا به موږ دغه سند د حزب اسلامي رهبري ته وړاندې کړو."

که څه هم ښاغلي کریم د سند په اړه جزیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې یاد سند به د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله له کتنې او ملاحظاتو وروسته به حکومت او د دغه حزب مشر ته سپارل کیږي.

د حزب اسلامي پلاوی وايي چې دا بهیر امکان لري دوه درې اوونۍ وخت ونیسي، ترڅو دواړه لوري پرې وروستی توافق وکړي او بیا به د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي.

د حزب اسلامي پلاوی له څه باندې دوو میاشتو راهیسې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو بوخت دی.

د دغه پلاوی په خبرو کې تر ټولو مهم شرط داده چې د حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي ټول غړي باید د ملګرو ملتونو له تورلست څخه وویستل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم تاییدوي چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوی سره په ډېرو مواردو توافق شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په جزئي برخو یې لاهم خبرې وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان جمهوري ریاست هم تاییدوي چې د حزب اسلامي سره په ډېرو مواردو توافق شوی
د افغانستان جمهوري ریاست هم تاییدوي چې د حزب اسلامي سره په ډېرو مواردو توافق شوی

نوموړي زیاته کړه:

"له حکمتیار سره په ډېرو مواردو توافق شوی، ډېر جزئي شیان پاتې دي، د دوی هر هغه غوښتنه چې له قانون سره په ټکر کې نه وي، هغه به منل کیږي او له قانون څخه لوړه غوښتنه، د هیڅ چا لپاره دمنلو وړ نه ده."

خو نوموړي هغه جزئي برخې روښانه نه کړې چې باید ورباندي بحث وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوځای کېدل به نور وسله وال مخالفین هم سولې ته وهڅوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG