د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

واشنګټن د افغانانو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې هیڅ شرط نه لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې دوی د افغانستان د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سیاسي خبرو اترو هرکلی کوي.

دې امریکايي چارواکي ویلي که چېرې افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپلو کې د سولې پر موافقې سلا شي، د امریکا متحده ایالات به پر ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمولو کې همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي امریکا غږ ته ویلي، واشنګټن د افغانانو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې هیڅ شرط نه لري او ملاتړ یې کوي.

د امریکا غږ اشنا راډیو د دې امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي،امریکا د داسې خبرو له لارې چې د افغانانو په مشرۍ او واک کې وي د افغانستان د شخړې د هواري د بهیر ملاتړ کوي.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې،د ګلبدین حکمتیارد اسلامي حزب په شمول ټولې اړوند ډلې باید د داسې یو بهیر برخه وي چې په کې افغانان په خپلو کې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه وغږیږي.

امریکا غږ اشنا راډیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دې چارواکي له خولې زیاتوي:

"واشنګټن چمتو دی چې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له غړېو سره کار وکړي چې د سولې د تړون د بشپړېدو په صورت کې د اړینو شرایطو د پوره کولو لپاره بندیزونه کم کړي."

د یادونې وړده چې د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۰۳میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې ګلبدین حکمتیارد نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

دې امریکايي چارواکي امریکا غږ ته په دې اړه چې د افغان حکومت سره د سولې د هوکړه لیک لپاره به د ښاغلي حکمتیار نوم له دې لېسته وایستل شي او که نه څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د زور زیاتي څخه لاس اخېستل، د نړیوالۍ ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول او د افغانستان د اساسي قانون منل د پخلاینې لپاره هغه شرایط دي چې دوی یې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې پلاوی وايي، له اوږدې مودې خبرو او پرله پسې بحثونو وروسته، د حزب اسلامي او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ د سولې سند وروستی شوی دی.

د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر امین کریم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې د سند متن یې افغان لوري ته سپارلی څو ولسمشر او اجراییه رییس ته د کتنې لپاره وړاندې کړي.

د حزب اسلامي پلاوی وايي چې دا بهیر امکان لري دوه درې اوونۍ وخت ونیسي، ترڅو دواړه لوري پرې وروستی توافق وکړي او بیا به د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي.

د دغه پلاوی په خبرو کې تر ټولو مهم شرط دا ده چې د حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي ټول غړي باید د ملګرو ملتونو له تورلېسته وایستل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم تاییدوي چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوی سره په ډېرو مواردو توافق شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په جزيي برخو یې لا هم خبرې وخت ته اړتیا لري:

"له حکمتیار سره په ډېرو مواردو توافق شوی، ډېر جزيي شیان پاتې دي، د دوی هر هغه غوښتنه چې له قانون سره په ټکر کې نه وي، هغه به منل کیږي او له قانونه لوړه غوښتنه، د هېڅ چا لپاره د منلو وړنه ده. "

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس چې ادعا کوي د دې تړون یو کاپي یې لیدلی وايي، دا یوه پنځه ویشت ماده یې تړون دی چې په کې به حکومت، افغانستان ته د اسلامي حزب د زرګونو هغو پلویانو په راستنولو کې مرسته کوي چې دا مهال پاکستان کې دیره دي.

همدارنګه به د افغان حکومت له زندانونو څخه د اسلامي حزب د دوو زرو په شاوخوا کې بندیان هم خوشې کیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یو راپور کې د ځینو سرچینو په حواله ویلي، افغان حکومت به د کال څلور میلونه ډالر د حکمتیار په امنیت او دفتري چارو لګوي.

خو خپله افغان چارواکو تر اوسه د تړون دا جزییات نه دي تایید کړي.

XS
SM
MD
LG