د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

له حزب اسلامي سره پر سولې نړيوالې تبصرې


ټورنټو سټار:

د کاناډا چاپ ټورنټو سټار ورځپاڼې په خپله يوه مقاله کې د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقې په باب پر مذاکرو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي دغه موافقه کولاى شي په افغانستان کې د روانې ١٥ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره يو سرمشق وي.

ورځپاڼه زياتوي، د دې ٢٥ ماده يي توافق د شرايطو له مخې چې مسوده يې اسوشېټېډ پرېس اژانس ته هم په لاس ورغلې، د ګلبدين حکمتيار حزب اسلامي به د افغان حکومت پرضد له جګړې لاس اخلي، اساسي قانون به مني او له نورو دولت ضد وسله والو ډلو سره به خپلې اړيکې پرې کوي. په بدل کې د دې ډلو غړو ته عفو اعلانېږي او بنديان به يې خوشې کېږي.

د ټورنټو سټار ورځپاڼې په حواله، ګلبدين حکمتيار چې عمر يې اوياکلنۍ ته رسېږي، د امريکا متحدو ايالتونو له خوا د يو نړيوال تروريست په توګه پېژندل کېږي او له اسامه بن لادن سره يې يوځاى نوم د ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل دى.

د دې موافقې د مسودې له مخې، افغان حکومت به له ګلبدين حکمتيار څخه دغه محدوديتونه او بنديزونه ليرې کوي.

ټورنټو سټار د مطلب په دوام زياتوي، ځينې کسان چې په دغو مذاکرو کې دخيل دي وايي له ګلبدين حکمتيار سره د سولې موافقه کولاى شي بشپړې سولې ته لار اواره کړي او طالب وسلوال هم وهڅوي چې له جنګ څخه لاس واخلي.

ټايمز اف انډيا:

ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په خپله يوه وروستۍ ګڼه کې د افغان محصل او فعال مطيع الله ويسا په باب ليکنه خپره کړې چې په کندهار او نورو ولايتونو کې د ښوونځيو په پرانيستلو او د زرګونو ټوکه کتابونو په وېشلو سره په لسګونو-زره افغان ځوانانو او ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

په مطلب کې راغلي، ٢٢ کلن مطيع الله ويسا په کندهار او نورو ولايتونو کې د ٣١ ښوونځيو په بياپرانيستلو سره شا و خوا ٣٠زره زده کوونکو ته د زده کړې امکانات برابر کړي، دغه راز يې له ٢٠٠٩م کال راهيسې د يوې خيريه ټولنې له طريقه د کتابتونونو د جوړولو لړۍ هم پيل کړې ده.

ټايمز اف انډيا ليکي، له دغو هڅو سره- سره مطيع الله ويسا د هندوستان د پونه پوهنتون د نوروزجي واديا کالج د سياسي علومو محصل دى.

په مطلب کې راغلي په داسې حال کې چې د هلمند، کندهار، خوست او ميدان وردګ غوندې حساسو سيمو کې د زرګونو ماشومانو د تعليم او درسي موادو مخنيوى کېږي، خو مطيع الله ويسا د کتاب ټولولو په وروستي کمپاين کې ٢٥ زره ټوکه کتابونه راټول کړي، کتابتونونو او ښوونځيو ته يې لېږلي دي.

مطيع الله ويسا په لېوالتيا سره ورځپاڼې ته ويلي: ”غواړم ټولو ته وښيم چې افغان ماشومان غواړي زده کړه وکړي، د تعليم پلوي کوي. موږ جنګ نه، سوله غواړو“

ټايمز اف انډيا ليکي، مطيع الله ويسا اول کتابتون د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې تاسيس کړ، چې اوس څلورزره کتابونه په کې دي. دويم کتابتون چې له کندهاره دباندې يې پرانيست د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې و.

XS
SM
MD
LG