د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

بېدار: بندیان باید د اداري او سیاسي پرېکړو په اساس خوشې نشي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د یو شمېر بندیانو د ډله ییزې آزادۍ لپاره د هر ډول سیاسي او اداري پرېکړې مخالفه دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې اسوشیټیډ پرېس رپوټ ورکړی چې د تړون له مخې افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کوي.

اخوا د حزب اسلامي مرکچي پلاوی وايي چې نږدې دوه زره کسان یې په بند کې دي خو دوی د سیاسي بندیانو په خوشې کولو ټینګار کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د هر یوه بندي دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او ازادي یې د قانون له مخې وي.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دوی د بندیانو د ډله ییزې بخښنې او د هغوی د ازادۍ په باب د هر ډول سیاسي او اداري پرېکړې مخالفت کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار

هغه زیاته کړه:

"د دغسې زندانیانو د خوشې کولو پر مهال د اداري او سیاسي پرېکړو مخالفت کوو، موږ غواړو چې په دغسې آزادیو کې تل د زندانیانو عدالتي بنیاد او قانوني اصل موجود وي، د دغسې کسانو نیول،ساتل او خوشې کول باید د عدالت په اساس وشي."

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس په حواله افغان حکومت د یوه تړون له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لیسټه د حزب اسلامي د رهبر او نورو غړیو د نومونو او په هغوی د بندیزونو لرې کول،د بندیانو خوشې کول او پېښور له شمشتو کېمپه د حزب اسلامي د غړیو د کورنیو رالېږد په تېرو دوو میاشتو کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مهمې غوښتنې وې.

اخوا د حزب اسلامي مرکچي پلاوی وايي چې د یاد ګوند نږدې دوه زره غړي او پلویان اوس وخت له افغان حکومت سره بندیان دي خو دوی د سیاسي بندیانو په خوشې کولو ټینګار کوي.

د یاد پلاوي یوه استازي محمدامین کریم آزادي راډیو ته وویل چې کیدای شي یواځې لس په سلو کې بندیان سیاسي نه وي او د نورو په اړه هم موافقه شوې چې د تړون تر لاسلیک دوه درې میاشتې وروسته خوشې شي.

هغه زیاته کړه:

"دواړو لوریو په دې سلا وکړه چې دې برخې ته کافي وخت ورکړل شي، تر هغو چې جنايي او حق العبدي مسایل جلا شي او دا ثابته شي هغه کسان چې خلاصیږي د افغانستان حزب اسلامي متحدین دي، دواړو لوریو سلا وکړه چې تر دوو یا دریو میاشتو پورې وخت ورکړل شي او تر هغه وخته د حزب اسلامي ټول بندیان راخوشې شي."

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي و چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د تړون متن وروستی شوی او د سې شنبې په ورځ به ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته ورسیږي.

خو جمهوري ریاست وايي چې تر اوسه پورې د دغه تړون متن ښکېلو لوریو ته نه دی رسېدلی.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي آزادی راډيو ته دا هم وویل چې د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې له وخت مخکې دي او د تړون تر لاسلیک وروسته به جزییات له خلکو سره شریک شي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي یوه غوښتنه د بندیانو خوشې کول دي، د دغو بندیانو د شمېر او دا چې څومره مسووله دي دا به ټول کله چې تړون وروستی شو له خلکو سره شریک شي."

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې پخوا د یو شمېر بندیانو د ډله ییزې آزادۍ پر وخت د جنايي او سیاسي بندیانو توپیر نه دی مراعات شوی او دوی هم خپله اندېښنه له حکومت سره شریکه کړې ده.

د دغه کمېسیون ویاند ټینګار کوي چې د عدالت ټینګښت د نظام د مشروعیت لپاره ډېر مهم دی، بندیان باید د قانون له مخې خوشې شي نه دا چې په ډله ییزه توګه خلاص شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG