د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د پېښور په متهرا سیمه کې غبرګو بمي چاودنو ۱۹ تنه ټپیان کړل


د خېبر پښتونخوا صوبې د مرکز پېښور په متهرا سيمه کې چارواکي وايي چې پر پوليسو پرله پسې دوه بمي چاودنې شوي چې ٢٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ سهار د پېښور د پچګي روډ په مترا سيمه کې د پوليسو پر موټر يو ريموټ کنټرول بم چاودنه وشوه چې ٥ پوليس سرتېري په کې ټپيان شول.

د چارواکيو په وينا، سيمې ته د پوليسو او مرستندويه ډلو تر رسېدو وروسته دويمه چاودنه هم وشوه چې په نتيجه کې يې یو پوليس مړ او يو شمېر نور ټپيان شول.

چارواکي وايي چې په ټپيانو کې پر پوليسو سربېره ملکي وګړي هم دي چې د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته يې وړي او د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون د ميډيا مسوول ذوالفقار ازادي راډيو ته وويل چې په ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ ملکي وګړي دي:

"موږ ته دد غې پېښې ټوټل ٢٠ قربانيان راغلي وو چې په دوى کې يو پوليس سرتېرى چې افتخار نومېده او ٣٥ کلن و مړ و. باقي په ١٩ ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ ملکي وګړي دي. د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى، خو بمي چاودنه داسې شوى وي چې په هغه کې موږ وروستۍ خبره نه شوه کولاى."

تر دې دمه لا په پېښور کې د دغو غبرګو چاودنو مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

تر دې دمه ددې چاودنو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې دمه ددې چاودنو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر حاجي عالم شاه په ډزو وژلى دى.

پوليس وايي چې د وسله وال تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي، خو زياتوي چې د پېښې ايف. آيز ار يې درج او تحقيقات يې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې، چې وسله وال پکې په ځانګړې توګه پوليس سرتېري په نښه کوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG