د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

پېښورته نژدې په بازيدخېلو بمي چاودنې ٧ کسان ووژل


د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ته نزدې په بازيدخېلو نومي سيمه کې په موټر کې بمي چاودنه شوې، چې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته پېښور ته نزدې د پېښور_کوهاټ پور لويه لار په بازيدخېلو کې د قبايلي سيمې پاړه چنار د سپرلو په موټر کې بمي چاودنه شوې، چې د يوه ماشوم په ګډون يې لږ تر لږه ٧ کسان وژلي او ١١ نور ټپيان کړي دي.

چارواکي زياتوي، چې د پېښې ټپيان يې د پېښور ليډي ريډينګ روغتون ته لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

که څه هم په لومړيو راپورونو کې ويل شوي وو، چې چاودنه د موټر د ګاز ډبې د چادولو له امله رامځته شوى، خو بيا وروسته بيا د پېښور د بم غېر فعالولو د ادارې چارواکيو رسنيو ته وويل، چې چاودنه د ريموټ کنټرول په ذريعه شوى، چې نزدې ٥ کيلو چاودېدونکي توکي پکې کارول شوي وو.

د پېښور د ريډي ريډنګ روغتون وياند سيد جمال شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې يواځې دومره وويل، چې روغتون ته يې ٧ مړي او ١١ ټپيان وروړل شوي، چې د ٤ ټپيانو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى:

" ايل ار ايچ روغتون ته ٧ مړي او ١١ ټپپيان راوړل شوي وو، چې ډېرى ټپيان مو تر لومړنيو روغتيايي مرستو وروسته رخصت کړل او ٤ لا هم موږ سره په روغتون کې بستر دي."

بازيدخېل د پېښور شمال ته پرته سييمه ده، چې له پېښور او همداراز د خيبر ايجنسۍ له قبآيلي سيمې سره اوږده پوله لري او وخت ناوخته پکې وسله وال پر پاکستانيو امنيتي ځواکونو او ځايي امن لښکر بريدونه کوي.

بل خوا ناپېژاندو وسله والو د پنجشنبې په ورځ د پېښور ښار په مرکزي سيمه يکه توت کې يو جګپوړى پوليس افسر په ډزو وواژه او وتښتېدل.

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترورېستي پېښو کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نيټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پرضد پوځي عمليات پيل کړي او د پراخو برياوو دعوه کوي.

د خيبر پښتونخوا دولتي او امنيتي چارواکي وايي، چې په پېښور کې په دې وروستيو کې د تروېستي پېښو ډېروالى ښايي په شمالي وزيرستان کې د پوځي عمليات غبرګون وي او اندېښمن دي، چې ښايي په راتلونکي کې داسې ډول پېښې ډېرې شي.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف او د خيبر پښتونخوا اعلى وزير د سپرلو په موټر کې بمي چاودنه غندلې.

د يادونې وړ ده، چې ددې بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلى نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG