د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس په خپل هېواد کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره له چینه غوښتنه کړې چې په سیمه کې له خپله نفوذه کار واخلي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون سې شنبې په پیکنګ کې د چین له ولسمشر شې جين پینګ سره ولیدل او له دې امله یې اندېښنه څرګنده کړه چې اسلام اباد د سولې د مذاکرو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي عبدالله د چین له ولسمشره غوښتنه کړې چې پاکستان د خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه:
"د افغانستان اجرائیه رئیس د څلور اړخیز، همږغۍ ګروپ په چوکاټ کې د چین له هغو هڅو مننه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره یې کړې دي، خو زیاته یې کړه چې هغه ژمنې چې په دې څلور اړخیز ګروپ کې له افغانستان سره شوې، نه دي عملې شوې او هغه نتیجه چې موږ یې انتظار درلود نه ده ترلاسه شوې، نو غوښتنه یې وکړه چې چین په سیمه کې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي څو د دې ګروپ ژمنې عملي شي او پاکستان د افغانستان له سولې سره صادقانه همکاري وکړي."
د چین ولسمشر هم ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په ارتباط ټولې ژمنې باید عملي شي.
د جاوید فیصل په وینا، ولسمشر شې جین پینګ ډاډ ورکړی چې له پاکستانه به غواړي چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره صادقانه همکاري وکړي.
جاوید فیصل زیاته کړه:
"د چین ولسمشر یادونه وکړه چې دوی د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي، په دې برخه کې د څلور اړخیز ګروپ کار یې مهم بللی او یادونه یې وکړه چې هغه تعهدات باید عملي شي."
اسلام اباد نن د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د پيل په اړه د پینځمې، څلور اړخیزې غونډې کوربه دی.
په دې غونډه کې به د اسلام اباد لپاره د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی عمر زاخېلوال د افغان لوري استازیتوب کوي.
د دې لړۍ په مخکنۍ غونډه کې د سولې د هڅو پر نقشه او له طالبانو سره د مخامخ مذاکرو پر وخت سلا وشوه.
افغان حکومت وايي، پاکستاني لوري هغه مهال ژمنه کړې وه چې طالبان به د روان کال په مارچ میاشت کې خبرو ته حاضر کړي.
پاکستان همدا راز تعهد کړی و چې په خپله خاوره کې به د هغو وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات کوي چې د سولې له هڅو سره مخالفت کوي.
خو د افغانستان د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال له ازادي راډیو سره په مرکه کې څرګنده کړه چې پاکستان خپلو دې ژمنو ته پام نه دی کړی او دوی یې ناهیلي کړي دي.
نوموموړي زیاته کړه:
"د څلور اړخیز کمېسیون په غونډه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې د هغو طالبانو پر ضد به چې خشونت او جګړې ته دوام ورکوي، عملیات وکړي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي."
وسله والو طالبانو ویلي چې که یې شرطونه ونه منل شي، جګړې ته به دوام ورکړي.