د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

د سولې څلورمې څلور اړخېزې غونډې ته پيدا شوې هیلې


د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاويد فیصل
د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاويد فیصل

افغان حکومت او ملي شورا هیله ښيي چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د سې شنبې په ورځ په څلور اړخیزه غونډه کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه په ډاګه شي.

له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو د پيل په اړه په دوو میاشتو کې دننه څلورمه څلور اړخیزه غونډه د سې شنبې په ورځ په کابل کې پلان شوې چې افغان حکومت او ملي شورا ترې د لاسته راوړنو تمه کوي.

د افغان حکومت اجراییه ریاست وایي چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې به کابل د پاکستان، امریکا او چین د استازو کوربه وي او تر ډېره به تمرکز له طالبانو سره د سولې د خبرو د نېټې په معلومولو وي.

د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له دې څلور اړخیزې غونډې وروسته د افغان حکومت او طالب استازو مخامخ خبرې پيلېږي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت تمه لري چې په دې غونډه کې د سولې د خبرو د ځای او پیل نېټه معلومه شي، تر څو موږ د دغې ناستې څخه مثبته نتیجه تر لاسه کړو او له یوه واضح مېکانیزم سره د سولې خبرو ته ولاړ شو، د دې غونډې په تعقیب به د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو د استازو تر منځ د سولې لومړۍ مستقیمې خبرې پيلېږي."

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو تر دې دوه وار مخکې په اسلام اباد او یو وار په کابل کې د افغان سولې د خبرو په اړه څلور اړخیزې غونډې کړي چې په وروستۍ یوه کې یې په اسلام اباد کې د سولې د خبرو په مېکانیزم بحث وشو.

دا څلور اړخیزې غونډې وروسته له هغې د روان میلادي کال له پيله راپیل شوې چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې په ټپه ودرېدې.

اخوا د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی وایي چې د څلورمې څلور اړخیزې ناستې جوړېدل ډېر مهم دي او افغان ملت ترې د یوې مثبتې نتیجې تمه کوي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"تر څو پورې جانبین مخامخ ناسته ونه کړي جرګه ماران نه شي کولای چې دا حل کړي، په دې کې امید لرو ځکه چې رییس جمهور یا رییس اجراییه ته د سولې واک ټول ملت ورکړی دی، ټول افغان ملت سوله غواړي په دې کې افغان ملت متیقن دی چې په دې وار څلور اړخیزه غونډه کې به موږه مثبتې نتیجې ته رسېږو او راتلونکې غونډه کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابرېږي."

ښاغلی احمدزی وايي چې درې پخوانۍ غونډې هم ډېرې مهمې وې او ټول ترې خوښ دي.

که څه هم طالبانو تېرو درېیو څلور اړخیزو غونډو ته خپل استازي نه و ورلېږلي خو په قطر کې یې د پګواش سازمان له خوا له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره په مخامخ خبرو کې د خپلو سیاسي استازو ګډون تأیید کړی و.

د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز یو څېړونکی حکمت الله اعظمي بیا په دې باور دی چې یوازې درې څلور اړخیزې غونډې نه شي کولای د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي بلکې لا هم ځینې لانجې پاتې دي چې په هوارېدو سره به یې د خبرو چانس ترلاسه شي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

" امیدونه ورته شته خو بیا هم ځینې پوښتنې چې زه یې د دې پروسې لپاره مهم بولم چې هغه خنډ رسولی شي هغه دا دي چې د سولې د مذاکراتو ځای او له چا سره د خبرو کول دي، پاکستان تل دا اندېښنه لري چې که له خاورې یې بهر د سولې خبرې کېږي دا د هغوی په زیان بولي او افغان حکومت هم برعکس هڅه کوي چې له پاکستان بهر بل ځای کې د سولې خبرې وکړي، خو دا چې څنګه دا دواړه لوري سره تفاهم ته رسېږي که نه دا به ډېره مهمه وي."

له دې وړاندې هم د سولې په خبرو کې د پاکستان د صداقت په اړه شکونه څرګند شوي و خو پاکستاني چارواکو تل ویلي چې په ګاونډ هېواد کې یې د سولې تأمین په ټوله سیمه کې د سولې او سوکالۍ د تأمین لپاره مهم دي.

که څه هم افغان حکومت د سولې ټېنګښت خپل کاري لومړیتوب بللی و خو روانو جګړو او سیاسي لانجو هېڅ کله اجازه ورنه کړه چې د افغانانو دا تلپاتی ارمان یعنې د سولې راتلل په حقیقت بدل شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG