د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

افغان حکومت لا هم د سولې خبرو ته هیله من دی


د ولسمشر مرستیال ویاند وايي، افغان حکومت لا هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله من دی.

ظفرهاشمي د شنبې په ورځ په کابل یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت امید لري چې پاکستان په څلور اړخیزه وروستۍ ناسته کې پر کړو ژمنو عمل وکړي څو له طالبانو سره د سولې خبرې ډېر ژر پیل شي.

د سولې په احتمالي خبرو کې د طالبانو له انکار سره ـ سره افغان حکومت د سولې بهیر ته هیله من دی.

د ولسمشرد ویاند مرستیال ظفرهاشمي د شبنې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت هیله لري چې پاکستان، امریکا او چین د افغانستان د سولې د بهیر په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي څوله طالبانو سره د سولې احتمالي خبرې ژر تر ژره پیل شي.

ښاغلي هاشمي وايي، افغان حکومت له خپل لوري د سولې د احتمالي خبرو د پیل لپاره ټول اقدامات کړي او دوي هیله لري چې دغه خبرې په اسلام اباد کې پیل شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"زموږ هیله مندي دا ده چې ډېر ژر په هغو موادو عمل وشي چې د کابل په څلور اړخیزې وروستۍ ناسته کې یې پریکړه شوې وه، له هغې ډلې پاکستان هم د سولې د خبرو لپاره ځیني ژمنې کړې وې هیله لرو چې هغه عملي شي څو د سولې خبرو ته لار هواره شي."

افغان حکومت په داسې حال کې د سولې د احتمالي خبرو د پیل لپاره هیله من دی چې وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي خبرې ښايي د مارچ د میاشتې له لسمې تر پنځلسمې نېټې په اسلام کې پیل شي خو تراوسه دغه خبرې نه دي پیل شوي.

په ورته د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د سولې په بهیر کې د امریکا او چین ښکیلتیا ته په مثبت نظر ګوري او وايي، دغه دواړه هېوادونه کولای شي پر پاکستان فشار راوړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوی عبدالخبیر اوقچقون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"امید واري دا ده چې امریکا او چین په دغه پروسه کې ښکیل دي او کله چې دوي وغواړي پر پاکستان فشار واچوي لکه څنګه چې سرتاج عزیز ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي نو پاکستان کولای شي طالبانو د سولې خبرو ته حاضر کړي."

ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي شورا د شپږم تقنیني کال په پرانیست غونډه کې ګواښ وکړ، هغه ډلې چې سوله نه کوي افغان ځواکونه یې د مقابلې لپاره چمتوالی لري خو طالبان بیا وايي، تر هغې چې شرطونه یې ونه منل شي خپلې وسله والې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې بهیر خورا پیچلی او سخت دی او افغان ولس باید په لنډه مهال کې د دایمي سولې د ټینګښت تمه ونه لري.

XS
SM
MD
LG