په سوریه کې د سولې بهیر د بیا پیل په اړه نړیوالې مذاکرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د اتریش په پلازمینه ویانا کې د دې خبرو هدف، په سوریه کې د سولې د بهیر د بیا پیل لپاره د یوې نېټې ټاکل و.
په دې خبرو کې پرون سې شنبې د روسیې، امریکا، اروپايی اتحادیې او منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو لوړ رتبه ډیپلوماتانو ګډون درلود.
د پرونۍ غونډې مشري د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو سرګې لاوروف او جان کري کوله.
جان کري تر خبرو وروسته څرګنده کړه چې د سولې د مذاکرو د بیا پیل لپاره ځانګړې نېټه و نه ټاکل شوه.
خو کري ټینګار وکړ چې ګډونکونکو موافقه وکړه چې د سوریې په بحران ښکېل لوري به د هر هغه اقدام له عواقبو سره مخامخ شي چې اجنډا يې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره له هڅو سره مطابقت نه لري.
جان کري زیاته کړه:
"ټولو اړخونو چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول روسیه او ایران او د سیمې هغو هېوادونو چې مخالفت ورسره لري، پر یوه اساسي ټکي موافقه وکړه او هغه دا چې سوریه متحد هېواد وي، له هر ډول فرقه یې تشدد پر ته خپله راتلونکې د یوه انتقالي حکومت په مرسته وټاکي، زموږ لپاره اوس اصلي مسئله دا ده چې دا ټول امکانات، بلاخره د موافقې په مرسته په حقیقت بدل کړو."
د سوریې لپاره د ملګروملتونو عمومي منشي ځانګړی استازي سټیفن دې میستورا وویل چې د مذاکرو د بل دور پیل ډېر نه شي ځنډېدلاي.
په ویانا کې نړیوالو مذاکره کونکو د هغه نازک اوربند د ټینګولو پرلارو چارو هم خبرې وکړې چې د فبرورۍ په میاشت کې اعلان شوی و خو د جګړې په شدید موج مات شو.
د ویانا تر خبرو وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل:
"موږ احساس کړه چې زموږ امریکايي همکاران هم په ډېر دقت د ټولو موافقو د عملي کولو په ارزښت پوهیدلي دي، په دې کې دحکومت له استازو سره په مذاکروکې د اپوزیسیون د ټولو استازو ګډون هم شاملیږي."
د رپوټونو پراساس، له پرونیو مذاکرو څرګندېږي چې په سوریه کې د بحران د حل لپاره د داسې سیاسي جوړجاړي امکانډېر نازک دی چې پر اساس یې قدرت انتقالي حکومت ته وسپارل شي او دا هېواد د انتخاباتو په لور وخوځوي.
امریکايي چارواکي وايي چې جان کري د سیاسي موافقې د یوې برخې په توګه، له قدرته د بشارالاسد پر لرې کېدو ټینګار کوي.
جان کري همدا راز د اګست لومړۍ نېټه په سوریه کې د سیاسي انتقال لپاره د ضرب الاجل په ټوګه تاکلې ده.
خو بشارالاسد چې د ایران او روسیې پوځي ملاتړ ورسره دی له قدرته د لرې کېدو نښه نه ده څرګنده کړې.
د جان کري یوه همکار ویلي چې امریکا له روسیې سره د خبرو له لارې هڅه کوي چې د سیاسي انتقال لپاره غوره شرایط رامنځ ته شي.
خودې چارواکي ویلي چې په دې تصویر کې د اسد رژیم نه دی شامل او غالبا دامسئله د سیاسی انتقال اساسي برخه هم ده.