د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

دانش: نننۍ مظاهره له کومې پېښې پرته پای ته ورسېده


افغان امنیتي مسؤلین وايي چې نننۍ مظاهره پرته له کومې پېښې پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د مظاهره کونکو د خوندیتوب له امله یې د کابل ښار یو شمېر واټونه تړلي و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د نننۍ مظاهرې لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي و او دغه مظاهره چاته د کوم زیان تر رسېدلو پرته پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د کابل ښار د ځینو واټونو د تړلو هدف هم د مظاهره کوونکو د امنیت خوندیتوب و.

ښاغلي دانش وویل چې دا اوس امنیتي ځواکونو بېرته د لارو خلاصول پیل کړي دي.

مظاهره چاته د کوم زیان تر رسېدلو پرته پای ته ورسېده
مظاهره چاته د کوم زیان تر رسېدلو پرته پای ته ورسېده

​هغه زیاته کړه:

"له نیکه مرغه دغه مظاهره څو شیبې مخکې پای ته ورسیده او د خدای په فضل سره چاته زیان ونه رسید او موږ د امنیتي دلایلو له مخې وغوښتل چې د کابل ښار ځني واټونه وتړو. "

امنیتي خواکونو د دوشنبې په شپه ښار او اراګ ته ټول غځېدلي واټونه په کانټېنرونو بند کړل.

دغه واټونه په داسې حال کې بند و چې د دوشنبې په ورځ په زرګونه کسانو د سالنګ له لارې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د انتقال د مسیر په غبرګون مظاهره وکړه.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې کشفي او استخبارتي اداروته دمخه راپورنه رسېدلي و چې دښمن پر مظاهره کوونکو د تروریستي برید نیت لري.

خو د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو په مېړانه وکولای شول چې د دغې مظاهري امنیت ونیسي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو دښمنان په کمین کې و، موږ په دې برخه کې دمخه استخبارتي او کشفي راپورونه درلودل، تاسې باور وکړئ چې ځینو کسانو غوښتل له مظاهرې ناسمه استفاده وکړي خو بریالي نه شول. "

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوې تلویزوني وینا کې ویلي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د یوشان پراختیايي پروژو د پلې کولو په برخه کې ژمن دی:

"یو ځل بیا غواړم ټینګار وکړم چې روان کال به د افغانستان د تحرک کال وي، زه به مې ټوله هڅه وکړم چې له دغه پراختیا څخه د افغانستان د ټولو ولایتونو خلک یو شان برخمن شي. "

په زرګونو معترضو کسانو د دوشنبې په ورځ په بامیانو، جاغوري او کابل کې د ترکمنستان د برېښنا د مسیر د بدلولو په هدف مظاهرې وکړې.

په مظاهره کوونکو کې د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي هم موجود و.

ښاغلي خلیلي له دولت وغوښتل چې د ترکمنستان برېښنا دې د بامیانو له لارې تېره شي او د مظاهرو په دوام یې ټینګار وکړ.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG