د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

مظاهره کوونکي هڅه کوي چې موانع لرې او ارګ ته نږدې شي


په کابل کې د زرګونه کسانو مظاهره لا روانه ده او مظاهره کوونکي دا مهال د دهمزنګ د چوک او د ارتل پله په سیمه کې را ټول شوي دي.

دغه مظاهره د افغانستان د مرکزي ولایتونو په ځانګړې توګه بامیان او دایکندي ولایتونو د اوسېدونکو او استازو له خوا شوې او له حکومته غواړي چې د ترکمنستان د برېښنا مزي باید له بامیانو تېر شي.

د مظاهرې رهبري د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال او د سولې عالي شورا د لوړ پوړي مرستیال کریم خلیلي له خوا کېږي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې مظاهره کوونکي هڅه کوي چې موانع لرې او ارګ ته ځانونه ورسوي، خو امنیتي ځواکونه یې په وړاندې ولاړ دي.

امنیتي ځواکونه یې په وړاندې ولاړ دي.
امنیتي ځواکونه یې په وړاندې ولاړ دي.

د ازادي راډيو خبریال وایي چې د مظاهره کوونکو له خوا یو شمېر امنیتي ځواکونو او خبریالان هم وهل ډبول شوي دي.

په کابل کې د نننۍ مظاهرې لپاره امنیتي تدابیر جدي دي د ښار د مرکزي سیمې ټول سړکونه د کانټینرو په وسیله بند شوي دي.

د نن ورځې لویې مظاهرې د ښار کابل ښار اوسېدونکي او د بېلابېلو دولتي ادارو کارکوونکي هم له سختو ستونزو سره مخ کړي.

څو تنو کابل ښاریانو ازادي راډيو ته وویل چې د ښار د مرکزي سیمې لارې له څلورو خواوو بندې شوي او په سړکونو کانټېنر په داسې ډول ایښودل شوي چې پلي کسان هم نه شي ترې تېرېدلی.

دوو تنو کابل ښاریانو زیاته کړه:

"د نننۍ ورځې ستونزې دادې چې هره خواته یې لارې بندې کړي دي، موږ خپل کور ته لاره نه لرو چې تېر شو، له دې نور څه په موږ وشي، نور له دې ډېرې ملنډې، د افغانستان په ښځو او نارینو په جوړوي."

"بد بختانه په لاره کې چې ګورو موانع ډېر دي، ډېرې ستونزې دې، سره له دې چې موږ پلې راغلو، هغې ته هم اجازه نشته، باید دا موضوع په پام کې ونیول شي او یوه ورځ وړاندې کوم ترتیبات چې دوی نیولی و، یوه ورځ وړاندې باید دوی د رخصتي اعلان کړی وای."

دغه مظاهره نن سهار د کابل ښار له لوېدیځې څنډې د مزاري له څلور لارې پیل شوه او مظاهره کوونکي د ښار مرکزي برخې یا میوند جادې خواته د راتګ په حال کې دي.​

XS
SM
MD
LG