د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

مظاهره چیان:د وارداتي بریښنا په اړه پریکړه دې باطله اعلان شي


د افغانستان د مرکزي ولایتونو په زرګونه اوسیدونکو چې ډېری یې هزاره توکمې افغانان وو په کابل کې یوه مظاهره وکړه.

په کابل د جنبش روشنايي په نوم د نننۍ مظاهرې ګډونوالو له افغان حکومته وغوښتل چې د افغانستان د برېښنا د شل کلن ماسټر پلان بدلوونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د دغې مظاهري په پرېکړه لیک کې چې د جنبش روشنايي د مظاهرې د یوه ګډونوال او د ولسي جرګې د غړي اسدالله سعادتي له خوا ولوستل شو دغه شان راغلي چې حکومت دې له ترکمنستانه د وارداتي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مسیر د بدلون په اړه د ثور د میاشتې د یوولسمې نېټې پریکړه باطله اعلان کړي.

ښاغلي سعادتي وویل:

"له حکومته غواړو چې د ثور د میاشتې د یوولسمې نېټې د ملي ګټو ضدې پرېکړې چې د برېښنا د ماسټر پلان د بدلون په اړه وه ډېر ژر باطله اعلان کړي او د دغه مسیر او د افغانستان د برق د شل کلن ماسټر پلان د بدلون د اصلي مقصرینو په برخه کې اقدام او د قانون منګلو ته دې وسپاري."

د افغانستان د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو په دغه مظاهره کې چې ډېری یې هزاره توکمي افغانان وو د افغانستان د ملي شورا د ځینو غړو په ګډون په زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو په دغه مظاهره کې چې ډېری یې هزاره توکمي افغانان وو
د افغانستان د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو په دغه مظاهره کې چې ډېری یې هزاره توکمي افغانان وو

په دغه مظاهره کې د ازادي راډیو د فوټوګرافر په ګډون له یو شمېر خبریالانو سره تاوتریخوالی هم شوی دی.

دغه شان په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا د پولیسو په وړاندې هم د تاوتریخوالي په اړه ویل شوي چې پولیسو یې په مقابل له له اوبو شیندونکې وسیلې څخه کار اخیستی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې مظاهره له تاوتریخوالي پرته پای ته ورسېده.

د یادونې ده چې دا لومړۍ مظاهره نه وه، بلکه تر دې دمخه د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو د غځولو د پروژې مخالفینو او ملاتړ کوونکو په لوېو او وړو مظاهرو لاس پورې کړی و.

د دغې مظاهرې له امله چې د دوشنبې د ورځې په سهار پیل شوې وه او تر غرمې وروسته پای ته ورسېده مظاهره کوونکي د کابل له لویدیځو سیمو څخه تر دهمزنګ او ارتل پله پورې راغلي وو.

د کابل ښار ډېری لارې او واټونه په کانټینرونو تړل شوي او دولتي مامورین هم خپلو دندو ته نه وو حاضر شوي.

د یادې مظاهرې یو بل تنظیمونکي او د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال کریم خلیلي حکومت ته په خطاب کې وویل چې د اوسپنې دیوالونه به په هیڅ ډول د خلکو د عدالت غوښتنې غږونه ټپ نه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال کریم خلیلي
د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال کریم خلیلي

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:

"په هرځای کې چې وئ واورئ چې د اوسپنې دیوالونه د خلکو د عدالت غوښتنې غږ نه شي اخیستی، تر کومه چې د ثور د یوولسمې نېټې پرېکړه بدله نه شي موږ به غلي نه شو."

د یادونې ده چې دغه ستونزې ته د اواري په هدف افغان حکومت یو کمېسیون دنده سپارلې چې تر لسو ورځو پورې په دې برخه کې څېړنې وکړي.

کوم چې د ولسي جرګې غړي او د سالنګ له لارې د دغه پروژې د پلي کولو د نظریې مخالفین هم په کې شامل دي.

افغان حکومت له ترکمنستانه دا وارداتي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لنډه لار د سالنګ او جبل السراج لار یاده کړې خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې کابل ته د دغې برېښنا په رارسیدلو سره سم به بامیان ولایت ته هم د اړتیا وړ برېښنا رسیدلې وي.

XS
SM
MD
LG