د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

یو کمېسیون له پلخمري-ارغندي ته د برېښنا لیږد څیړي


ولسمشر اشرف غني له پلخمري- ارغندي ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي د مسیر د اړولو په اړه د څیړنې لپاره د موظف کمېسیون د جوړېدو حکم کړی.

د جمهوري ریاست سرچینې وايي چې د دې پروژې ټولې چارې به د دې کمېسیون د پریکړې تر وخته وځنډول شي خو د خلکو د شورا په نوم غورځنګ وايي چې د حکومت پریکړې ورته د اعتبار وړ نه دي او نن به په پلازمینه کابل کې خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر اشرف غني په فرمان کې راغلي چې د موظف کمېسیون د څېړنو تر بشپړېدو پورې دې له پلخمري څخه ارغندي ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي اجرايي او تدارکاتي چارې وځنډول شي.

ولسمشرغني پرون وروسته له هغه د دې کمېسیون د جوړېدو حکم وکړ چې د ملي شورا د دواړو خونو له غړو سره په کتنه کې یې په دې اړه د سلا مشورو غوښتنه وکړه.

د دولت د ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت به د کمېسیون له څېړنو وروسته د بریښنا د دې ملي پروژې د مسیر په اړه پریکړه وکړي.

د دولت د ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د دولت د ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د دوی له څېړنې وروسته د ملي وحدت حکومت د وروستیو پایلو په اړه تصمیم نیسي. دا پروژه په ۲۰۱۳ کال کې د هغه وخت د کابینې له خوا تصویب شوې ده چې پیشنهاد یې د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان کړی او حکم یې ارواښاد مارشال فهیم ورکړی دی. ولسمشر له ملي شورا سره تر کتنې او غونډې وروسته د دې مختلط کمېسیون د ترکیب حکم ورکړ."

د ملي شورا له غړو سره په کتنه کې ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د بریښنا د دې مزي د مسیر په اړه پریکړه د اکثریت وګړو ګټو ته په پام سره شوې ده او د ولس له استازو سره یې ژمنه وکړه چې د دې پروژې ټول اسناد به د څیړنې لپاره هغو ته وسپاري:

"د دې پروژې اړوند ټول اسناد به لومړی سبا د ملي شورا غړو ته وسپارل شي. تاسو یې د هغو کسانو په توګه چې د څارنې صلاحیت لرئ وڅېړئ. دا فیصله درې کاله مخکې شوې ده او پریکړه شوې وه چې اصلي مسیر به د سالنګ له لارې وي."

په یوه بیان کې چې د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼې خپور کړی د کمېسیون غړي هم اعلان شوي.

په دې کمېسیون کې چې مشر یې محمد همایون قیومي دی د عبدالقیوم سجادي، اسدالله سعادتي او احمد بهزاد په ګډون د ولسي جرګې ځینې هغه غړي هم شامل دي چې غواړي د بریښنا دا مزي له بامیان ولایت څخه تیر شي.

احمد بهزاد د خلکو د شورا په نوم د هغه غورځنګ له فعالانو څخه دی چې د بامیان له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي تېریدل غواړي.

احمد بهزاد
احمد بهزاد

ښاغلي بهزاد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر له خوا په موظف کمېسیون کې غړیتوب نه مني او د دوی اعتراض به دوام وکړي.

ښاغلي بهزاد زیاته کړه:

"د خلکو شورا د حکومت د چلند څرنګوالی د منلو وړ نه ګڼي، نو ځکه به په دې کمېسیون کې ګډون ونه کړو. د کابل د خلکو پراخ او میلیوني مظاهرې به د قانون حکمونو ته په پام سره، له سوله ییزو او مدني لارو د افغانستان په پلازمینه کې ترسره شي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د دې مظاهرې ګډونوالو ته خبرداری ورکړی چې په ټاکلي مسیر کې لاریون وکړي او د عامه نظم له اخلالولو څخه دې ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدا راز لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی دی چې پوځي مرکزونو، سلاح کوټونو او د مهماتو زیرمو ته له نژدې کېدو څخه دې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG