د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

په کابل کې د زرګونه کسانو مظاهره پای ته ورسېده


په کابل کې د زرګونه کسانو مظاهره په رسمي ډول پای ته ورسیده، خو لا هم یو شمېر معترض کسان په سیمه کې موجود دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، مظاهره وروسته له هغې پای ته ورسیده چې پریکړه لیک ولوستل شو او د ولسمشر پخواني مرستیال کریم خلیلي د مظاهرې د پای غوښتنه وکړه.

د مظاهرې په پریکړه لیک کې د نورو مسائلو ترڅنګ راغلي چې حکومت باید د ترکمنستان د برېښنا د پروژې مزي د بامیانو له لارې تېر کړي او د بامیانو خلکو ته له تبعیض پرته برېښنا ورکول شي.

د سولې شورا مرستیال او د پخواني ولسمشر حامد کرزي معاون کریم خلیلي خبر داری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي مظاهرو ته به دوام ورکړي.

مظاهره سهار مهال د کابل ښار له لویدیځو څنډو پيل شوه او مظاهره کوونکي د دهمزنګ تر چوکه او آرتل پله پورې مخکې راغلل.

مظاهره کوونکي له پولیسو سره هم لاس او ګریوان شوي او د ازادي راډیو د ویډیو ژورنالست په ګډون یې له یو شمېر نورو خبریالانو سره هم تاوتریخوالی کړی.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې مظاهره کوونکو ان د یو شمېر خبریالانو کمرې او نور وسائل مات کړي او خبریالان یې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې مظاهرې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و او د ښار د مرکزي سیمو ټول سړکونه بند شوي وو.

بل لورته تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د معترضو د یو شمېر استازو په ګډون یوه کمېسیون ته دنده ورکړه چې د دغې پروژې اسناد وڅیړي او په دې اړه تر لسو ورځو پورې ارګ ته راپور وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په پروان او تیره ورځ په لوګر، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم مظاهرې شوي خو د دغو ولایتونو مظاهره چیان د سالنګ له لارې د ترکمنستان د برېښنا د پروژې عملي کول غواړي.

XS
SM
MD
LG