د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

په لندن کې نن د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کنفرانس پرانیستل کیږي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په لندن کې له اداري فساد سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې له مخې افغانستان په نړۍ کې په اداري فساد کې د اخر له لوري دوهم دی، یعنې په ۱۶۶ نمبر دی، خو د افغانستان حکومت وایي چې ولسمشر به د لندن په کنفرانس کې نړیوال قانع کړي چې ده د خپل واک په تېر یو نیم کال کې له اداري فساد سره جدي او ګټوره مبارزه کړې ده.

تمه ده چې د فساد په وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر هغو هڅو ته اشاره وکړي چې د ملي یووالي د حکومت له پیله یې د اداري فساد پرضد کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي چې ولسمشر اشرف غني به پر دوو ټکیو تمرکز وکړي:

"د ادارې اصلاح او دوهم له فساد سره مبارزه ده. ولسمشر به د لندن په کنفرانس کې په دې دوو برخو کې د خپل حکومت د اتلسو میاشتو لاسته راوړنې یوه یوه شمېري."

د اداري فساد پرضد د لندن نړیوال کنفرانس په داسې وخت کې پرانیستل کیږي چې اروپایي ټولنې په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په عدلي او قضایي ادارو کې فساد ته اندیښنه ښوولې ده، خو د ولسمشر مرستیال ویاند وایي چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي او دا به ولسمشر د لندن په کنفرانس کې یاد کړي:

"د قضا په برخه کې نژدې شپږ سوه قاضیان تغییر او تبدیل شوي دي."

مینه پال زیاتوي چې په افغانستان کې د اداري فساد پر موجودیت سترګې نه شي پټیدلای خو ولسمشر ژمن دی چې د فساد جرړې به باسي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حمید اله فاروقي
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حمید اله فاروقي

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حمید اله فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د واک په پیل کې د اداري فساد د مخینوي لپاره جدي مبارزه پیل کړه، خو له ستونزو سره مخامخ دی:

"حکومت په پیل کې په ډیر جدیت له اداري فساد سره مبارزه پیل کړه، د کابل بانک قضیه، د دفاع وزارت دوسیې په ځینو ولایتونو کې د حکومت هڅې لکه په هرات، فراه یو شمېر نورو کې، د پوهنې وزارت قضیه او یو شمېر نورې قضیې په جدیت پیل شوې. له بده مرغه مافیایي کړۍ او هغه کړۍ چې په کمین کې وې نه یې غوښتل چې د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې بریالی شي، مبارزه پسې تیزه کړي او د فساد د عاملانو مخه ونیسي، نو لاس په کار شول او بل لور ته هم د ګاونډي استخبارات او هغوی چې تل شخړې پیدا کړې دي له دغو سره مله شول."

اینډیپنډنټ ورځپاڼې د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون خبرې د ننني کنفرانس په اړه رااخیستې دي چې وایي، اداري فساد د پرمختګ دښمن دی او د نړۍ د ډېرو ستونزو عامل دی، خو د اداري فساد پر ضد جګړه په یوه شپه کې پای ته نه رسیږي، دا وخت غواړي او د لندن په کنفرانس کې به مو هڅه دا وي چې اداري فساد د نړیوالو موضوعاتو د سر موضوع شي.

XS
SM
MD
LG