د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

اشرف غني: له اداري فساد سره کافي مبارزه نه ده شوې


افغان ولسمشر وايي، له اداري فساد سره کافي مبارزه نه ده شوې او د دې اړتیا ده چې په دې برخه کې ټول په پام کې نیول شوي پروګرامونه په جدي توګه تطبیق شي.

محمد اشرف غني نن له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې له خوا په یوه غونډه کې وویل چې د اداري فساد په وړاندې به د مبارزې لپاره د حکومت یوه عالي شورا په جدي توګه خپل کار مخته یوسي.

ښاغلي غني وویل، د دې شورا په چوکاټ کې به لومړی په کورنیو چارو، پوهنې او کانونو وزارتونو کې د اداري فساد موضوع ګانې وڅېړل شي او د حل لارې ورته موندل شي.

افغان ولسمشر د دې تر څنګ چې د تفتیش د سیسټم په تنظیم او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د بېلابېلو ادارو په څېړلو ټینګار وکړ ویې ویل چې قاضي القضات او لوی څارنوال باید تر اکتوبر میاشت پورې پنځه ژمنه شوي کلیدي اصلاحات راولي.

ولسمشر هیله وښوده چې د اصلاحاتو تر راوستلو وروسته به له نړیوالې ټولنې څخه د زیاتو مرستو د غوښتلو لپاره زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG