د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

لویه څارنوالۍ د قانون د حاکمیت لپاره له فساد سره جدي مبارزه کوي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د قانون د حاکمیت لپاره له اداري فساد سره مبارزه نوره هم جدي کوي.

لوی څارنوال فرید حمیدي په افغانستان کې د اروپایې ټولنې له سفیرسره نن پنجشنبې په یوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره مبارزې لپاره بایو لومړی عدلي او قضایې ارګانونه اصلاح شي.

د افغانستان لوی څارنوال وایي، له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت په لوړه سطح کې ژمنتیا شته او له فساد سره د مبارزې لپاره د عدلي او قضایې مرکز جوړېدل په دې برخه کې یو ګټور اقدام دی.

فرید حمیدي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې د دغه مرکز جوړېدل د عدلي او قضایي ارګانونو له کړنو څخه د ملاتړ لپاره موثره یاد کړ.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"د لویې څارنوالۍ اداره له فساد سره د مبارزې لپاره خپله دنده او مسوولیتونه په جدیت سره تر سره کوي او دا چې ولسمشر له دغه مرکزه ملاتړ اعلان کړ دا ښیې چې له دې وروسته به لویه څارنوالي د عدلي او قضایې حلقې د مهم غړي په توګه د همدې مرکز له لارې له فساد سره مبارزه وکړي."

ښاغلي حمیدي وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز له دغې پدېدې سره د مبارزې په هدف د افغان حکومت اقدامات همغږي کوي او له سیاسي مداخلو یې لیرې ساتي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د عدالت او شفافیت د تامینولو لپاره باید لومړی عدلي او قضایې ادارې اصلاح شي او په همدې مقصد یې په لویې څارنوالۍ کې له فساد سره مبارزه پیل کړې ده.

د افغانستان لوی څارنوال له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستو پر مهال ژمنه وکړه چې له فساد سره مبارزه به له خپلې ادارې پيلوي تر څو عدالت په سمه توګه په پام کې و نیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایې ټولنې څه موده وړاندې په یوه راپورکې د افغانستان عدلي او قضایې ارګانونه د دغه هېواد تر ټولو فاسده ادارې یادې کړې.

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن له فساد سره د مبارزې د غونډې په دوام د افغانستان له لوی څارنوال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د دغې ناستې بحثونو و ښودله چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې له خوا له فساد سره د مبارزې جدي اراده شته.

نوموړي په افغانستان کې له دغې پدیدې سره د مبارزې لارې چارې داسې یادې کړې.

ښاغلي میلیبن زیاته کړه:

"خوشبختانه ډير شیان دي چې افغانستان یې کولای شي او ځينې یې ډير هم آسانه دي چې باید عملي شي. تر ټولو مهم شی چې ښایې آسانه نه وي خو یقیناً چې فساد له منځه وړلی شي هغه د معافیت د فرهنګ ختمول دي. خو نورې آسانه لارې هم شته لکه شفافیت چې له دې لارې له خلکو سره معلومات شریکږي او دوی پوهیږي چې څه جریان لري."

ښاغلي میلیبن وویل، له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د جوړې شوي غونډې نتایج یې په یوه لیک کې له افغان حکومت سره شریک کړي او خپله به هم په دې برخه کې همکاري وکړي.

د چارو کارپوه مطیع الله خروټی وایي، په افغانستان کې د فساد عوامل روښانه دي او په خبره یې له فساد سره د مبارزې لپاره د مرکزونو او شوراګانو جوړېدل به کوم درد دوا نه کړي.

نوموړی د فساد یو لامل په اوسني حکومت کې وړو کسانو ته د کار نه سپارل په ګوته کوي او ټینګار کوي چې که دې ستونزې ته جدي پام وشي نو فساد به خپله له منځه ولاړ شي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG