د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

په جرمني کې کډوال وايي، چېرته کرکټ کولای شو؟


جرمني ته د هغو کډوالو ورتګ چې په خپلو هېوادونو کې له کرکټ سره بلد دي، په دې اروپايي هېواد کې داسې لوبې ته میدان پرانیستی چې ډیر خلک اشنايي نه ورسره لري.

د جرمني د کرکټ بورډ مشر براین منټ لي ویلي، هغه کډوال چې نوي ورغلي، له کرکټ سره ډیره علاقه لري او دوی په وار – وار له دې پوښتنې سره مخامخ کیږي چې [موږ چېرته کرکټ کولای شو؟]

براین منټ لي ویلي، له ډیر پوښتنو او ستونزو سره مخامخ دی او پر دې غور کوي چې د کرکټ نوي کلبونه جوړ او تجهیز کړي څو هغه کډوال چې دا لوبه ښه کولای شي، په کې جذب شي.

جرمني ته تېرکال ۴۸۰ زره کډوال ورغلي چې ۳۲۰۰۰ افغانان او ۸۵۰۰ پاکستانیان دي.

د جرمني به ایسن ښار کې، د دې هېواد د کرکټ بورډ اداره وايي چې د دوی پر ویب پاڼه زیات خلک د کرکټ د کلبونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

لي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"موږ هره ورځ پر خپله ویب پاڼه تر پنځه زیات داسې پیغامونه اخلو چې د کرکټ کلبونو د جوړېدو غوښتنه په کې شوې وي."

د جرمني کرکټ بورډ ته دا پیغامونه د هغو افغانانو او پاکستانیانو له لوري ورځي چې کرکټ یې کړی یا له دې لوبې سره ډیر بلد دي.

د جرمني د کرکټ بورډ مشر وايي چې ورغلو کډوالو ته دا امکانات ورکړل شوي چې والیبال یا فوټبال وکړي خو د کړکټ د لوبي په اړه ډیر کار نه دی شوی.

فرانس پرس لیکي، منټ لي په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د جرمني د کرکټ بورډ مشري واخیسته او هغه مهال په جرمني کې ۱۵۰۰ کسانوپه لږتر لږه ۷۰ ټیمونو کې کرکټ کاوه.

خو اوسلږترلږه ۴ زره کسانو د کرکټ په ۲۰۵ ټیمونو کې نومونه ثبت کړي دي.

د جرمني کرکټ بورډ تېره اوونۍ د کرکټ د ۱۰۰ نورو کلبونو د جوړېدو هرکلی هم وکړ.

د جرمني د کرکټ بورډ مشر براین منټ لي ویلي چې له دې نوېو کلبونو سره محدودې مرستې شوې او د کډوالو ځوانانو تر ټولو ستره ستونزه د کرکټ د میدان موندل دي.

د براین منټ لي په وینا، دوی یوازې دومره کړي چې ځوانانو ته ویکټیونه او بیټونه ور وویشي.

لي ویلي:

"زه ډیر خوشحال یم خو په شدت د منابعو له کمبود سره مخامخ یو او دا ځوانان له ستونزو سره مبارزه کوي."

XS
SM
MD
LG