د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د پرمختیایي ټیم لوبغاړو ته د ۳۰ ورځو لپاره تمریني لوبي پيل کړې.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دغه تمریني لوبې د کابل په ښار کې د کرکټ د پرمختیایي ټیم د ۳۰ لوبغاړو لپاره پيل شوي دي.
د ده په خبره دغه لوبې د کرکټ د لوبغاړو د ودې په هدف پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې د کرکټ یو شمېر روزونکي د زده کړې لپاره هندوستان ته واستول.