د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د سوریې د رژیم اپوزیسیون د سولې خبرو کې د ګډون لپاره شرط کېښود


په داسې حال کې چې د سوریې د سولې د خبرو بیا پیل ته چندان امید نشته د ولسمشر بشاراسد د رژیم د اصلي اپوزیسیون استازي د خبرو له بهیر څخه وتلي دي.

د سوریې د سولې د خبرو کمېټه چې د اپوزیسیون استازیتوب کوي، وايي تر څو چې د سوریې د جګړې په ډګر کې د بدلون راوستو په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي د خبرو بهیر ته به راستانه نشي.

یاده کمېټه وايي چې د اپوزیسیون ټول استازي په ژنیو کې د سولې د خبرو له بهیر څخه وځي.

د سوریې د سولې د خبرو عالي کمېټه چې د ولسمشر بشاراسد له حکومت سره په خبرو کې یې لوېدیځ او لوی عربي هېوادونه ملاتړ کوي د دوشنبې په ورځ خپل استازیتوب وځنډاوه خو موافقه یې وکړه چې د ملګروملتونو له ودانۍ بهر په تخنیکي خبرو کې به برخه واخلي خو د دې کمېټې مشر اسد زوبي Asaad Zoubi پرون وویل، دوی پرېکړه کړې ده چې په هغه صورت کې به په خبرو کې برخه واخلي چې په سوریه کې د جګړې په ډګر کې د بدلون په اړه غوښتنې یې ومنل شي.

محمدالوش چې د جیش الاسلام په نوم د اپوزیسیون د یوې ډلې استازیتوب کوي له ژنیو څخه له وتو مخکې وویل، که د بشاراسد رژیم په رښتیا د ملي وحدت حکومت غواړي نو لومړی دې هغه لس زره مېرمنې او لسګونه زره نور کسان خوشې کړي چې په زندانونو کې یې بندیان دي.

په فبروري میاشت کې د واشنګټن او مسکو په ملاتړ اعلان شوي قسمي اوربند په سوریه کې جګړې یوڅه راکمې کړې خو دا دی په وروستیو څو ورځو کې تاوتریخوالی یوځل بیا پیل شوی او د اوربند دوام یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د سوریې لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا که څه هم د بشري مرستو د رسولو لپاره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ خو هیله یې څرګنده کړه چې په سیاسي خبرو کې هم پرمختګ وشي.

د سوریې لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا
د سوریې لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا

هغه زیاته کړه:

"نتیجه دا ده چې د بشري مرستو د رسولو په خبرو کې پرمختګ شوی، دا خبرې لنډې وې خو رښتینی پرمختګ په کې وشو که څه هم قطعاً کافي نه دي، بل دا چې د بشري مرستو د رسولو موظفو ډلو ټینګار کاوه چې دوی ته باید ډاډ ورکړل شي او بله دا چې که په بشري مرستو کې زیاتوالی راځي او اوربند د پخوا په څېر بیا نافذیږي، نو دا به له سیاسي بحثونو سره حتماً مرسته وکړي."

لوېدیځ ډیپلوماتان وايي، د اپوزیسیون د اصلي مرکچیانو له وتلو وروسته به د سوریې د سولې د خبرو بیا پیل ستونزمن کار وي.

رویټرز خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکي چې وايي، دی سخت خواشینی دی ځکه چې د ده په نظر دا یوه لویه سهو ده.

دې ډيپلومات رویټرز ته ویلي، اوس به ډېره ګرانه وي چې د خبرو بهیر ته د دې ډلې د راستنېدو لپاره یوه پلمه پیدا شي.

دا ډیپلومات زیاتوي چې دوی لاهم هڅه کوي څو دا استازي دې ته وهڅوي چې خبرو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG