د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۴

د امریکا او روسیې مشرانو د سوریې او اوکراین په اړه خبرې کړي


د امریکا او روسیې ولسمشرانو په خپلو کې د سوریې او اوکراین په اړه ټېلفوني خبرې کړي.

کرملین وايي، ویلادیي میر پوتین اوبارک اوباما په سوریې کې د اوربند په ټینګښت او د جینوا د سولې د خبرو په اهمیت ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین او د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون دوشنبې په دې ټلیفوني خبرو کې پر دې سلا شول چې د سوریې په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ هم غږي به د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو او دفاع وزارتونو له لارې زیاته کړي.

سپینې ماڼې ویلي چې دواړو ولسمشرانو خپلو کې ګڼې خبرې کړي چې په کې د سوریې او اوکراین پر شخړو غږېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیسټ وايي، مسکو باید خپلې ژمنې عملي کړي او که داسې وکړې له هغې انزوا به را ووځي چې په خپل ګاونډي هېواد اوکراین د لاس وهنې له کبله ورسره روسیه مخ ده.

بل خوا کرملین په یوې خبر پاڼې کې ویلي، په دې ټلیفوني خبرو کې ولسمشر پوتین د داعش له وسله والې ډلې او النصره جبهې چې القاعده سره تړلې ډله ده، څخه د منځ لارې اپوزیسون دفاصلې پر اړتیا او له ترکیې څخه سوریې ته د وسله والو او وسلو د بهیر پر بندیدو ټینګار کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وايي روسیې څو ځلې د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې پر سر د وسلو او وسله والو د اوښتو مسله راپورته کړې.

مسکو وايي، له ترکیې څخه وسله وال سوریې ته د جګړې لپاره ننوزي.

د کرملین د خبرپاڼې له مخې دواړو مشرانو په جینوا کې د سوریې د سولې د راتلونکو خبرو په ارزښت او په سوریه کې د اوربند په ټینګښت هم ټینګار کړی دی.

د کرملین خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر پوتین څخه د کیم ډیوس په نوم د هغه امریکايي تبعه خوشې کېدو له کبله مننه کړې چې په سوریه کې نیول شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې روسیې په سوریه کې ددې امریکا وګړي په خوشې کېدو کې رول درلود.

د امریکا او روسیې ولسمشران په دې ټلیفوني خبرو کې د اوکراین پر کړکېچ هم غږېدلي دي.

د کرملین خبرپاڼه په دې اړه وايي، ولسمشر پوتین په دې خبرو کې هیله څرګنده کړې چې په اوکراین کې نوی حکومت به د مینسک د موافقې د عملي کولو لپاره پاخه ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG