د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۷

تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د ستایش په یاد غونډې مخه نیول شوې

iran - setayesh
iran - setayesh

د ایران پولیسو پرون په تهران کې د هغې غونډې مخه ونیوله چې د وژل شوې افغانې ماشومې ستایش قریشي په یاد په پام کې وه.

۶ کلنه ستایش لس ورځې مخکې تهران ته نږدې په ورامین سیمه کې د یوه ۱۷ کلن ایراني هلک له خوا له جنسي تجاوز وروسته ووژل شوه.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او عیني شاهدانو پرون راپور ورکړ چې پولیسو د هغو خلکو مخه په زور ونیوله چې غوښتل یې په تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته د ستایش په یاد شمعې بلې کړي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا خبر ورکوي چې پولیسو یو شمیر افغانان چې غوښتل یې په یوه بله سیمه کې غونډه جوړه کړي ونیول.

د ازادي راډیو فارسي څانګې راډیو فردا پرخپله ویبپاڼه هغه ویډیو خپره کړې چې پولیس د افغان فعالانو د نیولو په حال ښيي.

د ایسنا د راپور له مخې پولیسو اعتراض کوونکو ته ویل چې د دې اعتراض لپاره رسمي اجازه نه لري.

پر ستایش تجاوز او د هغې وژنه په افغانستان او ایران کې او همداراز پر ټولنیزو شبکو د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شوه.

ایراني چارواکي وايي چې تورن هلک خپل جرم منلی او په اړه به یې قاطع اقدام وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG