د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ایراني مدني فعالانو د ستایش د قاتل د محاکمې غوښتنه وکړه


په ایران کې د ستایش قریشي د قاتل د محاکمې غوښتنه وشوه.

په ایران کې پر ستایش قریشي جنسي تېری او د هغې د قتل پېښه د خلکو له پراخ عکسل العمل سره مخامخ شوې ده.

د ازادي راډیو د ایران برخه "رادیو فردا" وايي چې یو شمېر ایراني فعالانو د دې نجلۍ د کور مخې ته لوحې بندې کړي چې د هغې له کورنۍ سره غم شریکي په کې شوې ده.

د شنبې په ورځ په ایران کې د ستایش قریشي د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته، ډېرو ایرانیانو پر فیس بوک، ټویټر او نورو انټرنټي پاڼو هم خواخوږي څرګنده کړې او پر خپل حکومت یې ږغ کړی چې قاتل یې مجازات کړي.

د "رادیو فردا" خبریاله مانیا منصور وايي چې ډېرو ایرانیانو په خپل هېواد کې د دې ماشومې په وړاندې پر داسې وحشتناک چلند شرمنده ګي څرګنده کړې ده.

مانیا منصور زیاته کړه:

"په ایران کې دولتي چارواکو لکه د کډوالو چارو د ادارې مشر د پولیسو او اطلاعاتو د ادارې مشر او داسې نورو کسانو د ستایش د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، ایراني چارواکو ژمنه کړې چې د دې پېښې په اړه به څېړنه کوي، زیاتو ایرانیانو په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کړې او زه فکر کوم چې د ستایش د قتل پېښه به پردې مسئله اغېز وکړي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وايي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال ترپایه یې په ایران کې ۹۵۰ زره افغان کډوال ثبت کړي دي.

په ایران کې ګڼ شمېر هغه غیرقانوني افغان کډوال هم اوسي چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره نه دي ثبت شوي.

ستایش قریشي شپږ کلنه وه او له خپلې کورنۍ سره د ایران په ورامین ښار کې، په خیر اباد سیمه اوسېده.

د ایران دولتي خبري اژانس "فارس" وایي چې ایراني چارواکي د دې هولناکې پېښې په اړه د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د هغې کور ته ورغلل.

د فارس په حواله، د ستایش قریشي مړی د امامزاده سیمې په هدیره "طاهرمطهر" کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ستایش د جنازې په مراسمو کې د امامزاده سیمې د جمعې ملا وینا وکړه او د شاوخوا سیمې خلک د غم شریکۍ لپاره د هغې کور ته ورغلل.

فارس خبري اژانس له دې مراسمو او د تهران ښار د هغو سیمو عکسونه خپاره کړي چې د ستایش له کورنۍ سره د خواخوږۍ لوحې او پيغامونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG