د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

کندز کې د طالبانو عمري عملیات پر شاه تنبول شوي


له دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د کندز ولایت د ولسوالیو او د دې ولایت د مرکز د نیولو په هدف د عمرې په نوم پراخ عملیات پیل کړي او لاهم دوام لري.

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو یادې عملیات یې پر شاه تنبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې له دوه ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د دې ولایت د شپږو ولسوالیو او د کندز د مرکز د نیول په هدف یې د عمرې په نوم خپل عملیات پیل کړي وو چې له ماتې سره مخامخ شول.

د کندز والي اسدالله عمرخېل په سیمه کې رسنیو ته وویل چې په دې عملیات کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

عمرخېل زیاته کړه چې کندز داځل سقوط نه کوي او طالبان به هیڅ کله هم دې ارمان ته ونه رسېږي.

د کندز والي اسدالله عمر خېل
د کندز والي اسدالله عمر خېل

هغه زیاته کړه:

"د کندز پر ولسوالیو او مرکز باندې طالبانو د عمرې په نوم یو عملیات پیل کړي وو چې د دوی دغه عملیات له ماتې سره مخامخ شو، خو یوازې خلکو ته یې مزاحمتونه وکړل."

په همدې حال کې د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي چې په دې عملیاتو کې ۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونه تنه نورې ټپیان شوي دی.

یې د عمرې په نوم عملیات له ماتې سره مخامخ شول.
یې د عمرې په نوم عملیات له ماتې سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه:

"طالبانو پلان درلود چې د کندز مرکز ونیسې، خو د دوی دغه پلان د امنیتي ځواکونو لخوا شنډ شو او طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله هم واوښته."

جنګل باغ په ډاډګه کړه چې په دې جګړه کې دوتنه دولتي ځواکونه وژل شوي همدارنګه ۴ تنه یې ټپیان شوي دی.

خو د وسله والو طالبانو دغو عملیاتو د کندز ولایت اوسېدونکې ډېر په اندېښنه کړي دی، دو وايي، که د مرکزي حکومت بې غورې همداشان دوام پیدا کړي، نو ښايي د تېرکال پېښه یوځل بیا تکرار شي.

د وسله والو طالبانو دغو عملیاتو د کندز ولایت اوسېدونکې ډېر په اندېښنه کړي
د وسله والو طالبانو دغو عملیاتو د کندز ولایت اوسېدونکې ډېر په اندېښنه کړي

له دوی څخه څو تنو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"احمدالله یم، وروره له دوه ورځو راهیسې په کندز کې سخته جګړه روانه ده خلک ټول وېرېدلي دی چې کندز بیا سقوط وکړي او له دولت څخه غواړو چې کندز ته پاملرنه وکړي."

"شکرالله یم، په کندز کې وضعیت خراب دي او که دولت توجه ونه کړي نو دغه ولایت بیا سقوط کوی."

د یاد ونې وړ ده چې لاهم د دې ولایت په شپږ ولسوالیو کې همدارنګه د کندز مرکز ته نږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنه جګړه دوام لري، ان د سپکو او درنو وسلو غږ د کندز په ښار کې اورېدل کېږي.

بلې خواته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله الو طالبانو ویاند معرفې کوي وايي چې طالبانو د کندز – تخار پر لويي لارې د دولتي ځواکونو ۲۰ پوستې یې نیولې دي او دولتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله هم اړولي ده.

خو د کندز سیمه ییز چارواکي، د کندز- تخار د لویي لارې د بندیدو خبر تایید وي، اما د پوستو د نيول په اړه څه نه وايي.

د یادونې وړ ده چې تېر ۱۳۹۴ کال په میزان کې کندز ښار د څو ورځو لپاره د طالبانو لاسته ولوېده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG