د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د کندز ښار د بیا سقوط په اړه د خلکو اندېښنې


د کندز ښا یو شمېر اوسېدونکي وايي،د دغه ښار د بېرته نیولو سل ورځې پوره شوې، خو لا هم په دې ولایت کې امنیتي ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

یاد کسان وايي چې وسله وال مخالفین لکه څنګه چې لازمه ده نه دي ځپل شوي او اوس مهال هم د کندز ښار په اطرافو کې وسله وال فعالیتونه کوي.

د کندز ولایت یو شمېر قومي مشرانو له امنیتي چارواکو سره د دې ولایت د امنیت د ټینګښت په اړه خبري وکړې چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کندز ښار د سقوط اوازو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

دغو مشرانو وویل چې خلک اندېښنه لري چې کندز یو ځل بیا سقوط کوي، خو د دې ولایت امنیتي چارواکو هغوی ته ډاډ ورکړ چې دوی دا ځل وسله والو مخالفینو ته دا فرصت نه ورکوي چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‎ وال د دې ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هر ډول ګواښونو ته چمتوالی لري.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه:

"د کندز د ښار شاوخوا په یوکیلومترۍ کې امنیت نشته ولې نشته؟ ځکه چې د طالبانو تبلیغات تر دې حده زیات دي چې خلک یې نا ارام کړي دي چې بیا طالبان راځي، زه ستاسو سره ژمنه کوم چې که مرم له تاسو سره به یو ځای مرم او دا ځل کندز طالبانو ته نه پرېږدو چې راشي په ښار کې وګرځي."

په همدې حال کې په کندز ولایت کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان محي الدین غوري هم وویل چې د طالبانو په لیکو کې د کندز ځوانان فعالیت لري چې له دولتي ځواکونو سره جنګیږي.

ښاغلي غوري زیاته کړه:

"د پولیسو زغروال وسایط په کلیو کې ولاړ دي، ستاسو زامنو وړي دي زه مجبور یم چې عملیات وکړم."

په عین وخت کې د کندز یو تن اوسېدونکي سید رحیم وايي:

"اوس مهال په ښار کې امنیت ښه دی، خو د پخوا په شان نه دی، خو په ولسوالیو کې وضعیت ډېر خراب دی او ګومان نه کوم چې ژربه د ولسوالیو وضعیت ښه شي، خو بیا هم امیدواري لرو چې وضعیت به ښه شي."

د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې اوس مهال په دې ولایت کې د دولتي ځواکونو له خوا د شپې عملیات جریان لري چې په ترڅ کې یې د کندز په مختلفو سیمو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړه ولي ده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG