د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

عمرخیل: کندز بیا سقوط نه کوي


د کندز نوی والي اسدالله عمرخیل
د کندز نوی والي اسدالله عمرخیل

د کندز ولایت په مقام کې د نوي والي معرفې کېدو په هدف لويه غونډه جوړه شوې وه او په کې د دې لوړ پوړو دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو، مدنې فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین عبدالمالک صدیقي له خوا د کندز ولایت لپاره اسدالله عمرخیل د والي په توګه معرفي شو.

اسدالله عمرخیل د کندز ولایت یو له پخوانیو جهادي قوماندانانو څخه دي او له دې مخکې د دې ولایت د سولې شورا رییس و.

د نوموړې ولایت د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي، والي ته یې په خطاب کې وویل چې د کندز ولس له هرڅه مخکې امنیت ته اړټیا لري او تاسې بایدې په دې ولایت کې د امنیت په راستوکې ګوټلې ګامونه پورته کړي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل په خپلو خبرو کې وویل چې تل پاتې سوله او امنیت راولي او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې کندز بیاځلې سقوط نه کوي.

ښاغلي عمرخیل زیاته کړه:

"زه له همدې ځايه غیره مسووله وسله والو ته همدارنګه قاتلینو ته خبردارې ورکوم چې له خپلسري څخه لاس واخلي او په هر قیمت چې وي د خلکو قاتلان به عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارم څو شرعي حکم پرې تطبیق کړي."

عمرخیل وویل، وروسته له دې په دې ولایت کې هیڅ زورواکي ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او یا په سیمې کې خلک په یو نوم او بل نوم وځوروي.

په همدې حال کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه‎وال وویل چې اوس مهال په کندز کې په کافي اندازه دولتي ځواکونه، د ځانګړي ځواکونو یوه ۷۰۰ کسېزه قطعه هم ځای پر ځای شوې.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه:

"دښمن د خلکو ترمنځ وېره خپروي چې ګواکې کندز سقوط کوي، خو څوک چې د کندز د سقوط خوبونه ويني خپل خوب دې د امو سیند ته ووايي، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې کندز سقوط نه کوي."

د یادونې وړ ده چې کندز ته په داسې حال کې والي معرفي کیږي چې اوس مهال د دې ولایت مرکز پورې اړوند سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او د طالبانو پراخ حضور په سیمې کې ددې ولایت اوسېدونکي یې هم ډېر په اندېښنه کړي دی.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG