د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

"پاکستان د زړه له اخلاصه د افغان سولې د بهير ملګرى دى"


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د سولې عمل په اړه د پاکستان په کردار چاته شک نه دى پکار او ټينګار کوي چې دا هېواد په دې لړ د زړه له اخلاصه د خپلې برخې کردار لوبوي.

دا څرګندونې د پاکستان د خارجه چارو د دفتر ویاند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې د وينا پر مهال کړي.

ښاغلي ذکريا د افغانستان د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يو ځل بيا ټينګار کړى چې د افغانستان ټېکاو او استحکام نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دى او په خبره يې، د سولې او ثبات لپاره سياسي خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده.

نوموړي همدا راز يو ځل بيا وويل چې پاکستان به د افغانستان په مشرۍ او رهبرۍ د سولې عمل لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي او زياته يې کړه چې په دې اړه بايد د پاکستان هڅو ته د شک په سترګه ونه کتل شي.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"دا خبره به ناسمه وي چې په افغانستان کې د سولې عمل په اړه زموږ پر نیت پوښتنې راپورته کړاى شي. هېچا ته په دې کې هېڅ شک نه دی پکار. پاکستان په افغانستان کې د پاېداره امن او استحکام د ودې لپاره مسلسل او مخلصه کوښښونه کوي او تر اوسه پورې موږ د دې مقصد په اړه د افغانستان په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د کوښښونو مرسته کوو. پاکستان د زړه له اخلاصه په څلور اړخيزو غونډو کې برخه اخلي او د اسیا زړه بهير د نظريې او اهدافو ملاتړ کوي. موږ یقین لرو چې سیاسي خبرې اترې تر ټولو غوره لار او په افغانستان کې تلپاتې امن لپاره ښه انتخاب دی.''

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو په لړ کې د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان څلور اړخيزې کمېټې د روان کال په جنورۍ کې کوښښونه پيل کړل چې تر دې دمه يې څلور غونډې شوي دي، خو تر اوسه لا د دواړو افغان خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو نېټه او ځاى نه دي ټاکل شوي دي.

د خارجه چارو د دفتر وياند همدا راز اسلام اباد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ریچارډ اولسن د سفر او له سياسي او پوځي مشرانو سره د ملاقتونو په اړه وويل، په دغه ملاقات کې د سیمې صورتحال، د افغانستان په چارو او د سولې عمل لپاره د څلور اړخیزې کومټې د راروانې غونډې په اړه خبرې وشوې.

ده زياته کړه چې په دغو ملاقاتونو کې همداراز په دې خبرې هم اتفاق وشو چې راتلونکې غونډې نېټه دې په متفقه ډول ژر وټاکل شي.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبان دخبرو اترو مېز ته راوستو لپاره د څلور اړخيزې کومېټې په وروستۍ غونډه کې پر افغان طالبانو غږ شوى و چې له حکومت سره دې مخامخ خبرې اترې وکړي، خو د طالبانو تر انکار او د شرطونو تر رامنځته کېدا وروسته لا تر دې دمه مخامخ خبرې اترې نه دي شوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG