د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

افغان قراردادیانو ته ګټه ورکول د ټاپي له امنیت سره مرسته کوي


د اسیا پراختیايي بانک وايي، افغان کارګرانو او قراردادیانو ته د زیاتې ګټې ورکول به د ټاپي پروژې د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د مرکزي او غربي اسیا لپاره د دې بانک سلاکار شان اوسلووان هیله څرګنده کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به د ټاپي پروژې په وړاندې پرتې امنیتي ستونزې له منځه ولاړې شي.

د اسیا د پراختیايي بانک سلاکار پرون جمعه له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د امنیتي ستونزو د لرې کولو لپاره باید دا ضمانت وشي چې د دې هېواد خلک او قراردادیان مالي ګټه ترلاسه کولای شي:

"اسیايي بانک کولای شي چې دا پروژه په دوو یا درېیو برخو وویشي او بهرنیو قراردادیانوته یې ورکړي خو موږ غواړو چې داپروژه په کوچنیو برخو وویشو څو افغان قراردادیان د دې توان ولري چې رامخکې شي او د ترلاسه کولو لپاره یې رقابت وکړي.​"

دا پروژه د افغانستان په ډېرو نا کرارو سیمو لکه هلمند کې تېرېږي.
دا پروژه د افغانستان په ډېرو نا کرارو سیمو لکه هلمند کې تېرېږي.

د ټاپي نل لیکه به چې ۱۸۱۴ کیلومتره پلان شوې، د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ورسوي.

د ګاز د نل لیکې پر دې پروژه ۱۰ ملیارډه ډالر لګېږي.

په دې پروژه کې د شاملو هېوادونو استازو تېره اوونۍ موافقه وکړه چې لږترلږه ۲۰۰ میلیون ډالر پر ابتدايي څېړنو او انجینیري کارونو ولګوي.

دا نل لیکه به هرکال د ترکمنستان د ګاز له سیمې ګلکنیشه لږترلږه ۳۳ ملیارډه مترمکعبه ګاز تر هنده لېږدوي.

خو د نل لیکې یوه برخه باید په هلمند کې چې امنیت یې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله خراب دی، تېره شي او دې مسئلې د ټاپي پروژې د علمي کولو کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د اسیا د پراختیايي بانک سلاکار شان او سلیوان ویلي چې د ټاپي پروژه د افغانستان په ډېرو خطرناکو سیمو کې تېرېږي خو که چیرې عملي شي، په ټوله سیمه کې به د همکارۍ یو بې ساری او ستر مثال وي.

د شان اوسلووان په وینا، د اسیا پراختیايي بانک له نورو پراختیايي پروژو لکه افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا لېږدول او بلخ ته د ریل ګاډي پټلۍ غزول، زده کړه کولای شي.

اوسلووان زیاته کړه چې د ټاکلي مهال ویش پر اساس، د ګاز د لېږدولو دا نل لیکه باید تر ۲۰۲۰ میلادي کاله فعاله شي او د بریالیتوب اساسي لاره یې افغانانو ته د کارونو ورکول او د هغوی اقتصادي ملاتړ دی.

د نړیوال بانک دې سلاکار ویلي چې په ټاپي پروژه کې افغانانو ته کار ورکول او د بهرنیو قراردادیانو پر ځاي، پر افغاني شرکتونو اتکا به د ټاپي پروژې د امنیت د ټینګښت او بریالیتوب لپاره مهم وي.

په دې ډول، موږ هیله لرو چې امنیتي ستونزې کمې شي.

ترکمنستان په ټوله نړۍ کې څلرم هېواد دی چې زیات طبیعي ګاز لري، دا هېواد غواړي چې د خپل ګاز د صادراتو لپاره پر روسیه اتکا کمه کړي.

عشق اباد په ډسمبر کې پر خپله برخه نل لیکه کار پيل کړ خو افغانستان، پاکستان او هند تر اوسه عملي کار نه دي پيل کړی.

XS
SM
MD
LG