د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۹

یو ترکمن چارواکی په فراه کې د ټاپي پروژې د امنیت ډاډ غواړي


په هرات ولایت کې د ترکمنستان هېواد قونسل خواجه عوض اوف نن فراه ولایت ته تللی، څو د ټاپي د پروژې په اړه د دغه ولایت د چارواکو سره خبرې وکړي.

عوض اوف د فراه د والي محمد آصف ننګ سره په لیدنه کې د افغان لوري څخه وغوښتل ترڅو د ټاپي پروژې د هغې برخې د عملي کیدو څخه ډاډ ورکړي چې د فراه ولایت څخه تیریږي.

د ده په خبره د دغې پروژې ډیره برخه اوس د ترکمنستان په هېواد کې بشپړه شوې او چټک کار پرې روان دی، نو ګمان کیږي ډیر ژر به هرات او بیا فراه ولایت ته د دغې مهمې پروژې کار ورسیږي نو ځکه یې اوس باید امنیتي تدابیرو ته پام وشي.

د فراه والي محمد اصف ننګ هم ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د ټاپي پروژې د عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي.
د فراه والي محمد اصف ننګ هم ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د ټاپي پروژې د عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي.

په مقابل لوري کې د فراه والي محمد اصف ننګ هم ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د ټاپي پروژې د عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي.

د والي په خبره که څه هم هغه سیمې چې د ټاپي پروژه په کې تیریږي څه ناڅه ناامنه دي خو بیا هم د سیمې مشرانو او امنیتي کسانو ورسره ژمنه کړې چې د دغه پروژې امنیت په هر ډول امکاناتو ساتي.

د ټاپي پروژه چې په ترڅ کې ګاز او بریښنا د ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته ځي کابو ۳۵۰ کیلومتره یې له فراه ولایته تیریږي.

راپور: احمد شاه فطرت

XS
SM
MD
LG