د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د کاسا زر پروژې تدارکاتي کارونه بشپړ شوي او ژر به یې تخنیکي چارې پیل شي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د کاسا زر پروژې په بشپړېدو به افغانستان ته د درې سوه میګا واټه برېښنا ترڅنګ د کال له څلویښتو ترپنځو میلیونو ډالرو عاید هم راشي.
د اوبو او انرژۍ د برخې کارپوهان بیا وايي، د کاسا زر پروژه به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کړي چې دغه کار د افغانستان پر اقتصاد او امنیت مثبت تاثیر کولای شي.
د کاسا زر پروژه چې له قرغیزستانه تاجکستان او بیا د افغانستان لارې پاکستان ته برېښنا لیږدوي د روان زیږدیز کال د مې په میاشت کې به یې تخنیکې چارې رسماً پیل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي، د کاسا زر پروژې د تخنیکې چارو پرانیسته به د مې د میاشتې په څلور ویشتمه نېټه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې وشي او تر دوه زره اتلسم میلادي کال پورې به ګټه اخیستې ته اماده شي.
ښاغلی عظیمي وايي، پر کاسا زر پروژې یو میلیارد ډالره مالي لګښت راځي چې د نړېوال، انکشاف اسلامي او د اسیا د پراختیايي بانکونو او د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا ورکول کیږي.
دا چې د کاسا زر پروژه د افغانستان لپاره څومره ګټوره ده په اړه یې عبدالبصیر عظیمي ازادي راډیو ته وویل:
"یوه لویه سیمه ییزه پروژه ده چې کولای شي په سیمه کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات تامین کړي او افغانستان به هرکال د همدغه پروژې له برکته له څلویښتو تر پنځوسو میلیونو ډالرو د ټرانزیت عواید ترلاسه کړي خو باید له یاده ونه باسو چې د دغې پروژې تخنیکې چارې درې کاله وخت نیسي او د دوه زره اتلسم کال په پای کې به کاسا زر پروژه ګټې اخیستینې ته اماده شي."
د کاسا زر پروژې هوکړه د دوه زره اووم کال په نومبر میاشت کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان د چارواکو ترمنځ وشوه.
د کاسا زر پروژې له لارې به له قرغیزستانه د برېښنا د انتقال لین د تاجکستان او بیا د افغانستان له شمالي ولایت کندزه مرکز کابل ته یو زرو درې سوه میګا واټه برېښنا ولیږدوي چې په کابل کې به د درې سوه میګا واټه برېښنا له زیرمې وروسته زر میګا واټه به یې د لغمان او ننګرهار له لارې پیښور ته انتقال شي.
وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د کاسا زر پروژې بشپړول به د افغانستان ترڅنګ د سیمې پر اقتصاد او امنیت مثبت تاثیر وکړي نو ځکه افغانستان به له خپله اړخه د دغې پروژې د تکمیل کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ د برخې کارپوهان وايي، کاسا زر پروژه د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د وصل یو ښه پیلامه کیدای شي.
د اوبو او انرژۍ د برخې کارپوه ډاکټر فاروق اعظم وايي، د کاسا زر پروژه به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خورا مثبت تاثیر وکړي.
فاروق اعظم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کاسا زر، ټاپي او دې ورته نورې پروژې د افغانستان لپاره ځکه ډېرې مهمې دي چې د سیمې ګټې د افغانستان له ګټو سره تړي او دا د افغانستان لپاره ښه زیری دی.
ښاغلي اعظم زیاته کړه:
"په دې ډول به پاکستان په یوه اقتصادي او یا ټوله جنوبي آسیا له مرکزي آسیا سره په اقتصاد برخه کې وتړل شي چې په نتیجه کې به یې زموږ امنیت تضمین شي او تخریبي رقابت به په یوه سالم او تعمیري رقابت بدل شي."
د کاسا زر او نورو پراختیایي پروژو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ د امنیت نشتوالی ښودل کیږي.
د ولسي جرګې غړی داوود کلکانی هم ناامني د لویو پروژو په وړاندې یوه ستره ننګونه یادوي، خو وایي، په سترو اقتصادي پروژو کې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ګټې هم نغښتې دي او ممکن زیاتې امنیتي ستونزې ورته پيدا نه شي.
محمد حدیث پردېس