د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

افغانستان او پاکستان "د کاسا ۱۰۰۰" پروژې تړون لاسلیک کړ


(له ښي خوا) د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار او د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد عمر زاخېلوال
(له ښي خوا) د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار او د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد عمر زاخېلوال

افغانستان او پاکستان له مرکزي آسیا څخه د بریښنا د غځولو د پروژې د عملې کولو پرلوري یوګام وړاندې واخیست.

دواړو هیوادونو پرون هغه موافقه لاسلیک کړه چې؛ له مخې یې د هر کیلوواټ بریښنا په بدل کې چې د افغانستان له خاورې به پاکستان ته تیریږي؛ افغانستان ته یوډالر او پنځه ویشت سینته د ټرانزیت په توګه ورکول کیږي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ نوې موافقه له مرکزي اسیا څخه پاکستان ته د بریښنا د لیږدولو د پروژې لپاره د پام وړپرمختګ دی.

د دغې موافقې له مخې به افغانستان ته د هرکیلواټ بریښنا په بدل کې چې پاکستان ته لیږدول کیږي، د ترانزیت په توګه یوډالراو پنځه وییشت سنته ورکول کیږي.

له دې مخکې افغانستان د یوکیلوواټ بریښنا لپاره د دونیم ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو بالاخره دواړو لورو په دغه نوي قیمت سلاوکړه.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د ولسمشراقتصادي سلاکار عمرزاخیلوال په واشنګټن کې د نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په حاشیه کې دغه موافقه د پاکستان د مالیې له وزیرسره لاسلیک کړه.

زاخیلوال د دغې موافقې له لاسلیک کولو وروسته وویل؛ هیواد یې دې تیاردی چې له پاکستان او سیمې سره د انرژۍ او سوداګرۍ لپاره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د پاکستان د مالیې وزیراسحاق دار هم هیله وښوده چې؛ د دغه قراراد په لاسلیک کولو سره به د بریښنا د لیږدولو د پروژې د عملي کیدو چارې ګړندۍ شي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دغه نوې موافقې د لاسلیک کیدو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې؛ د دغې موافقې لاسلیک د ولسمشر اشرف غنی احمدزي او د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د بهرني سیاست لومړنۍ لاس ته راوړنه ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې؛ د امریکا متحده ایالات به د دغې پروژې د عملي کیدو لپاره له ټولو څلورو هیوادونو افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې وي.

جین ساکې ویلي، امریکا لیواله ده چې د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخو کې له افغانستان سره د اوږد مهالو ژمنو په ترڅ کې د کاسا زر پروژه عملي شي.

له مرکزي آسیا څخه جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږدولودغه پروژه چې د کاسا زرنوم ورکړل شوی؛ دولس زره کیلومتره اوږدوالی لري چې؛ په څلورو واړو هیوادونو کې به د پایو په نصبولو او د مزو په کشولو سره عملي کیږي.

کاسا زر به د تاجکستان او قرغزستان د بریښنا له بندونو تولید شوې بریښنا د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته لیږدوي.

د دغې پیچلې پروژې د عملي کیدو لپاره د حکومتونو ترمنځ یوه شورا هم جوړه شوې ده.

په تیره مارچ میاشت کې نړیوال بانک د دغې پروژې یوشمیرلګښتونه په غاړه واخیستل.

XS
SM
MD
LG