د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

ولسمشراوباما ناټو د امریکا د امنیتي پالیسۍ بنسټ وباله


ولسمشراوباما
ولسمشراوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې ناټو د امریکا د امنیتي پالیسۍ بنسټ وباله او ټینګار یې کړی چې امریکا به له ناټو سره یوځای په هغو هېوادونو کې چېرې چې د سخت دریځو ګواښ موجود دی شریک کار ته دوام ورکړي.

دواړو مشرانو په ځانګړي توګه د لیبیا یادونه وکړه چیرې چې تر عراق او سوریې وروسته د داعش د وسله والې ډلې د پراختیا خطر ډیر محسوس دی.

اوباما او سټولټنبرګ وویل، د هغو کډوالو د مړینو د مخنیوي په برخه کې یې هم د ناټو په مرستې بحث کړی چې له سوریې څخه په خطرناکو لارو ترکیې او یونان ته د رسیدو هڅه کوي.
اوباما او سټولټنبرګ وویل، د هغو کډوالو د مړینو د مخنیوي په برخه کې یې هم د ناټو په مرستې بحث کړی چې له سوریې څخه په خطرناکو لارو ترکیې او یونان ته د رسیدو هڅه کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، ناټو د امریکا د متحدو ایالتونو د امنیتي پالیسۍ بنسټ او د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مهم متحد دی.

ولسمشر بارک اوباما دا څرګندونې پرون دوشنبې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې تر لیدنې وروسته په یو ګډ خبري کانفرانس کې وکړې:

"موږ د ناټو د پوځي تړون ۶۷مه کلیزه لمانځو او ناټو به زموږ د ډله ییزې دفاع او او د امریکا د امنیتي پالیسۍ د بنسټ او محور په توګه دوام کوي."

اوباما وویل چې ده او سټولټنبرګ په لیبیا کې د سخت دریځو ډلو په وړاندې مبارزه کې د ناټو پر احتمالي رول او همدارنګه د اروپايي ټولنې سره د کډوالو په بحران کې د مرستې پر پلانونو هم خبرې کړي دي.

ولسمشر بارک اوباما وویل، له ناټو سره په پرلپسې توګه د لیبیا په څیر سیمو کې همکارېو ته دوام ورکوي. ولسمشر بارک اوباما پر دې سربیره په لیبیا کې د یو نوي حکومت پیل ته هم اشاره وکړه.

سټولټنبرګ وویل، ناټو کولای شي چې لیبیا سره مرسته وکړي څو داعش پورې تړلي وسله وال وځپي.
سټولټنبرګ وویل، ناټو کولای شي چې لیبیا سره مرسته وکړي څو داعش پورې تړلي وسله وال وځپي.

اوباما او سټولټنبرګ دواړو وویل، ناټو کولای شي چې لیبیا سره مرسته وکړي څو داعش پورې تړلي وسله وال وځپي. همدارنګه په عراق، اردن او نورو ځایونو کې د سرتیرو په روزولو د سخت دریځو ډلو سره مبارزه کې مهم رول لوبولای شي.

سټولټنبرګ وویل، د ناټو پوځي تړون پر دې غور کوي چې په سیمه کې د لیبیا په شمول هغو هېوادونو سره چېرې چې د اسلامي دولت وسله واله ډله فعالیت لري د ثبات په ټینګښت څه ډول مرسته او ملاتړ کولای شي. نوموړي په لیبیا کې د ملي وحدت حکومت جوړېدل یو پرمختګ په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه ناټو د مرستې برابرولو ته چمتو ده.

اوباما او سټولټنبرګ وویل، د هغو کډوالو د مړینو د مخنیوي په برخه کې یې هم د ناټو په مرستې بحث کړی چې له سوریې څخه په خطرناکو لارو ترکیې او یونان ته د رسیدو هڅه کوي.

د افغانستان په اړه ولسمشر بارک اوباما وویل چې ده او د ناټو عمومي منشي د افغان حکومت سره په مرستې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه خبرې کړي او په جولای کې به په وارسا کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان سره د مرستې او ملاتړ په اړه لا پراخ بحثونه شوي.

راپور: اجمل اند

XS
SM
MD
LG