د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پلان له سره غور کوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپرې کړه ده چې عنوان يې دی (اوباما له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو پر پلان له سره غور کوي.)

نیویارک ټایمز د لوړ رتبه امریکايي چارواکو په حواله لیکي:

داسې ښکاري چې د ولسمشرباراک اوباما لیوالتیا دې ته زیاتیږی چې د القاعده او داعش پرضد د مبارزې لپاره کافي اندازه سرتیري په افغانستان کې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان وروستیو تحولاتو ته په پام سره پر سپینې ماڼۍ فشارونه زیات شوي چې له افغانستان د سرتیرو د ویستلو پر پلان له سره غور وکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي:

ولسمشراوباما اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه مخ په ختمیدو ده خو د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په پام سره د امریکا د دفاع وزارت، کانګریس او د ملي امنیت اداره په دې باور ده چې په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو موجودیت خورا اهمیت لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د ولسمشر اوباما اداره په اوس وخت کې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو د شمیر په اړه پر مختلفو پیشنهادونو غور کوي.

د مطلب لیکوال وايې، یو پیشنهاد چې اوس مهال پرې زیات تمرکز کیږي د امریکا د پوځ د پخواني لوی درستیز له خوا وړاندې شوی دی.

جنرال مارټن ډیمپسي تیر اوړی پیشنهاد وکړچې له دریو تر پینځو زرو امریکايې سرتیري دې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په هدف وساتل شي.

نیویارک ټایمز وايې، پنتاګون هم ولسمشراوباما ته وړاندیز کړی دی چې په افغانستان کې د حاضرو ۹ زره او اته سوه سرتیرو ځواک دې په دې هیواد کې پاتي شي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې بیا له افغانستانه د تعلیم یافته ځوانانو او پوه قشر د وتلو په اړه د ملګروملتونو اندیښنه راخستې ده.

فارن پالیسي وايې، د ملګروملتونو د بشری مرستو د همغږی کونکې ادارې مشر چې تیره اونۍ له افغانستانه ستون شوی ،خبرداری ورکړی چې په کندز ښار او د افغانستان په نورو سیمو کې بشري وضیعت مخ په خرابیدو دی.

جون ګینګ فارن پالیسي خپرونې ته ویلي د طالبانو وروستیو فعالیتونو د بشري مرستو د رسولو چارې له سترو خنډونو سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان ورو او متزلزه اقتصادي وده، له دې هېواده د تعلیم یافته قشر د وتلو سبب شوې ده.

فارن پالیسي زیاتوي:

افغان حکومت باید په یوه وخت کې له دوو سترو چیلنجونو ووځي ،لومړی امنیت ټینګ کړي او دوهم خپلو خلکو ته د پوهنې د اسانتیاو برابرولو او د هغوي د ژوند د سطحې د لوړو په اړه ډاډ ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږې د ادارې مشر جون ګینګ فارن پالیسي ته ویلي د پیسو نړېوال وجهي صندوق اټکل کړی چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال ۱۶ په سلو کې وده وکړي خو د نوموړي په خبره د نړیوالو مرستو د کمښت او د روان تاوتریخوالي له امله داسې ښکاري چې د افغانستان د اقتصاد وده به یوازې یو عشاریه ۶ وي.

XS
SM
MD
LG