د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

بریتانیه راتلونکی کال له افغانستانه خپل ځواکونه نه باسي


د بریتاني چاپ ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوان يې دی (بریتانیه راتلونکې کال له افغانستانه خپل ځواکونه نه باسي)

ډیلي تیلیګراف لیکي:

د بریتانيي د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې به خپل روزنیز او د پوځي سلا مشورو ماموریت د ۲۰۱۶ کال تر پایه وغځوي.

د ورځپاڼې په وینا بریتانیه دا مهال په افغانستان کې شاوخوا څلورنیم سوه سرتیري لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونوته روزنه کوي او هغوي ته پوځي سلا مشورې ورکوي.

دا هېواد دغه راز په کابل کې د خپلې پوځي اکاډمې له لارې د افغان پوځي افسرانو د ظرفیتونو د لوړولو او هغوي ته د لازمې روزنې چارې هم پرمخ وړي.

د مطلب لیکوال وايي، بریتانيې دا پریکړه د افغانستان د امنیتي وضیعت له څیړولو وروسته کړې ده.

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه زیاتوي:

لندن دا پریکړه په افغانستان کې د دولت ضد وسله والو د بریدونو زیاتوالي او تر ۲۰۱۷ کال پورې په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو د ساتلو په اړه د ولسمشر اوباما وروستي اعلان ته په پام سره کړې ده.

ورځپاڼې د بریتانې د دفاع د وزیرمایکل فالن له قوله لیکلي:

په افغانستان کې د بریتانيي او امریکا د پوځي روزنې او سلامشورو د ماموریتونو غځول د افغان ځواکونو د ښه تجهیز او روزنې لپاره د ناټو تړون د ژمنو ددوام څرګندونه کوي.

انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان او پاکستان کې د دوشنبې ورځې د زلزلې د ځاني او مالي زیانونو یادونه کړې ده.

انډیپنډنټ لیکي:

د ریښترپه اندازه ۷ عشاریه پینځه درجې زلزلې په افغانستان کې او پاکستان کې لږترلږه ۳۱۱ کسان ووژل.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي ۱۲ نجونې هغه وخت د ټیل ماټیل په نتیجه کې مړې شوې چې هڅه يې کوله د زلزلې پرمهال له ودانۍ ووځي.

انډیپنډنټ د بدخشان د سرپرست والي شاه ولی الله ادیب څخه په نکل وايي، د لرې پرتو سیمو د پلټولو او دغلته د ژغورنې د ډلو په رسیدو سره ښايې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

د بدخشان والي ورځپاڼې ته ویلي خوراکي او نور اړین مواد استولو ته چمتو دي خو زلزله ځپلو سیمو ته رسیدل به یو څه وخت ونیسي.

والستریټ ژورنال ورځپاڼې هم په افغانستان کې د زلزلې د زیانونو په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي د سه شنبې په ورځ زلزله ځپلو خلکو ته د عاجلو مرستو د رسولو چارې پیل شوې.

خو د ورځپاڼې په وینا اړینو خلکو ته د مرستو رسول به اسانه نه وي ځکه د زلزلې دغه سخت ټکان د افغانستان ډیرې لرې پرتې سیمې ځپلې دي.

XS
SM
MD
LG